په روسیه کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو ایستل؛ کابلوف: د اړیکو د پراختیا په وړاندې حقوقي خنډ لیرې شوی

Photo: Anadulo

اطلاعات روز: د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو تر ایستل کېدو وروسته د افغانستان په چارو کې د مسکو ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې «د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د سیاسي، اقتصادي او نورو رسمي تعاملاتو د پراختیا لپاره تر ټولو لوی حقوقي خنډ لیرې کړل شوی دی».

د روسیې سترې محکمې پرون د دې هیواد د لوی څارنوال په غوښتنه د «ممنوعه ډلو» له نوملړه د طالبانو له ایستلو سره موافقه وکړه.

د ټاس خبري اژانس له راپور سره سم، کابلوف په یوه ټلویزوني خپرونه کې ویلي: «موږ دلته نه تم کېږو، ځکه په دې لړ کې باید نور ګامونه واخیستل شي. که څه هم اوس به یې د جزییاتو په اړه خبرې کول وختي وي، خو په ډاډ دومره ویلای شو چې د روسیې او افغانستان تر منځ به یوه لویه سوداګریزه غونډه د می میاشتې په منځنیو وختونو کې په کازان کې جوړه شي.»

ده ویلي چې په دې غونډه کې به د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ یو پلاوی او د طالبانو لوړپوړی دولتي او سوداګریز پلاوی ګډون وکړي.

روسي چارواکو د تېر میلادي کال پر مهال اعلان کړی و چې غواړي طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه حذف کړي. کابل ته د روسیې د ملي امنیت د عمومي منشي سرګیي شویګو د سفر پر مهال نوموړي طالب چارواکو سره ژمنه کړې وه چې ژر به د دې ډلې نوم د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه ووزي.

د روسیې پارلمان هم د تېر لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر مهال یو قانون تصویب کړ چې د دې هیواد د ترهګرو ډلو له نوملړه یې د طالبانو د نوم حذفولو لپاره قانوني زمینه برابره کړه.

تر روسیې وړاندې قزاقستان او قرغیزستان هم طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه حذف کړي دي.

مګر له دې سره-سره، تر اوسه هیڅ هیواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته