Photo: @ForeignOfficePk

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا کابل ته ځي

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په بلنه سبا (شنبه، ۳۰ د وري) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن (جمعه، ۲۹ د وري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اسحاق ډار به په دې یو ورځني سفر کې د طالبانو له لومړي وزیر محمد احسن اخوند، د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې خبرې به ټولې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د پراختیا په اړه وي او د امنیت، سوداګرۍ، اتصال او د خلګو تر منځ د اړیکو په شمول به د متقابلو ګټو په برخه کې د همکاریو د لا پراختیا لپاره د لارو-چارو او ابزارو پر موندنې متمرکزې وې.

دې وزارت ویلي چې «د لومړي وزیر د مرستیال سفر له ورور هیواد افغانستان سره د پایدار تعامل د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د ژمنتیا څرګندونه کوي».

اسحاق ډار د پاکستان د بهرنیو چارو دویم وزیر دی چې د تېرو درې نیمو کلونو پر مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر کوي. تر ده وړاندې د ۲۰۲۱ کال پر مهال د عمران خان د حکومت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم کابل ته سفر کړی و.

طالبان او پاکستان له پخوا له یوه-بل سره نژدې اړیکې لري؛ مګر د وروستیو درو کلونو پر مهال د دواړو لورو اړیکې په پاکستان کې د ناامنۍ د زیاتېدو، د سرحدي لانجو او د کډوالو د مسلې له امله له ترینګلتیاوو سره ملې وې.

پاکستان وایي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې ناامني زیاته شوې ده، ځکه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوڅو بیلتون غوښتونکو ډلو په شمول ځیني وسلوالې ډلې په افغانستان کې میشتې دي.

پاکستاني چارواکو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د دې ډلو پر خلاف اقدام وکړي.

اسلام اباد له پاکستانه د افغان کډوالو شړل هم په دې هیواد کې له ناامنیو سره تړي. مګر په عین مهال کې دا اقدام پر طالبانو د فشار راوړلو یو ابزار هم ګڼل کېږي، تر څو د پاکستان مخالفو ډلو پر خلاف ګام واخلي.