ننګرهار کې د تندر لوېدو پېښو کې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار او اچین ولسوالیو کې د تندر غورځېدو پېښو کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۲۹ د وري) ناوخته د چپرهار ولسوالۍ اړوند «ډاګو» سیمه کې د تندر لوېدو له کبله د نوید او سمسور په نامه دوه تنه تنکي ځوانانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

د قریشي په خبره، دغه راز پرون ماسپښین د اچین اړوند «باندر خوله» سيمه کې اسماني تندر لوېدلی، چې د هجران په نوم يو ۱۳ کلن هلک پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي دغه راز وایي، چې د ننګرهار په تورخم، شینوارو او نور بېلابېلو سیمو کې ږلۍ هم شوې، چې د کروندګرو غنم او د سبزیجاتو فصلونه يې زیات زيانمن کړي او په ځینو سیمو کې یې بیخي له منځه وړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته