Photo: Social media

د کونړ دولتي جوماتونه د پاکستاني طالبانو د ملاتړو ملایانو په ولکه کې

کونړ کې یو شمېر سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو په دې ولایت کې له یو شمېر دولتي جوماتونو د تېر حکومت له لوري ټاکل شوي دیني عالمان له دندو ګوښه او پرځای یې داسې ملایان ګمارلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک په ملاتړ تبلیغ کوي.

د کونړ اوسېدونکي شکایت کوي، چې په ځلونو یې په دې ولایت کې له جامع جوماتونو د پاکستاني طالبانو د تحریک ملاتړي دیني عالمانو د ګوښه کولو غوښتنې کړي؛ خو نه یوازې دا چې طالبان د دوی غوښتنې نه اوري، بلکې ګواښلي یې هم دي چې په دې برخه کې له شکایتونو ډډه وکړي.

ځايي خلک زیاتوي، چې طالبانو د جمهوریت له مهاله د دیني عالمانو پرځای د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي د جوماتونو د خطیبانو په توګه ګمارلي او سیمه‌ییزو واکمنو طالبانو خپلو ادارو ته لارښوونه کړې چې د جمهوريت له وخته شته دیني عالمان له جوماتونو لېرې او په کور یې کړي.

د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي فضل الهادي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «کونړ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې ولسوالیو او مرکز اسعد‌اباد ښار کې په سلو کې پنځوس فیصده جوماتونو کې د ټي ټي پي غړي خطیبان دي او د جمعې لمونځ ورکوي، د جمهوریت د وخت تکړه ـ تکړه دیني عالمان یې لېرې او پرځای یې د ټي ټي پي غړي ځای پرځای کړي، چا چې د جمهوریت پر وخت دولتي جوماتونو کې خطابت کړی ډېری یې لېرې کړي او د پاتې نورو د لېرې کولو بهیر یې روان ساتلی.»

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ د «سنېزو» سیمې اوسېدونکي وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د پخواني جمهوریت له مهاله په جامع جوماتونو کې دیني عالمان له خطابت لېرې او پرځای یې د پاکستاني طالبانو د تحریک اړوند دیني عالمان ګمارل شوي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، طالبانو یې د جومات خطیب له دې امله ګوښه کړی چې د جمهوري نظام پر مهال یې د دې ډلې په ننګه فعالیتونه نه وو کړي.

د چپې درې ولسوالۍ د «سنېزو» کلي اوسېدونکی بخت الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ په جومات کې د جمهوريت له وختونو ډېر تکړه او پوه دیني عالم و؛ خو طالبانو له راتګ یو کال وروسسته لېرې او پرځای یې یو باجوړی دیني عالم چې د ټي ټي پي غړی دی د جومات خطیب کړی، زمونږ د جومات خطیب یې په دې خاطر له خطابت لېرې کړی چې د جمهوریت پر مهال یې طالبانو ته جاسوسي نه کوله، نو ځکه خو یې هغه لرې کړ.»

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اړوند سیمه چې په کې د دغه ولایت د نورو سیمو په څېر د پخواني جمهوریت له مهال دیني عالمان له جامع جوماتونو لېرې شوي دي/ خواله رسنۍ

کونړ مېشتي وايي، په جوماتونو کې د ټي ټي پي ګمارل شوي خطیبان پخواني جمهوري نظام پسې منفي تبلیغات او له ټي ټي پي سره د خلکو د همکاریو او پر یو ځای کېدو ټینګار کوي.

د سیمې خلک وايي، د پاکستاني طالبانو اړوند د دیني عالمانو تبلیغاتو د خلکو پر روان ناسم اغېز کړی او اندېښنه لري که دا جوماتونه د ټي ټي پي له ملایانو ونه ژغورل شي په سیمه کې به افراطیت زیات او ځايي خلک به د ټي ټي پي له لیکو سره یو ځای شي.

د کونړ د دانګام ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې راپور کې ذکر شي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د جمعې د لمانځه پر مهال هر یو د پخواني جمهوریت پسې منفي تبلیغات کوي، وايي جمهوریت د امریکا غلام حکومت وو، ښه ده چې چپه شوی، وايي تاسې باید ټي ټي پي سره همکاري وکړئ، چندې را ټولې کړئ چې د پاکستاني نظام پر وړاندې جنګ وکړي او په افغانستان کې د اسلامي نظام د ساتلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.»

ځايي خلک وايي، د طالبانو د دغې پرېکړې د بدلون په موخه یې څو ځلې د دې ډلې له ولایتي چارواکو سره د دغې ستونزې او شکایت شریکولو غوښتنه کړې، خو په خبره یې دې ډلې ځايي قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو ته وخت نه دی ورکړی.

دوی زیاتوي، طالبانو خبرداری ورکړی چې له جوماتونو د ټي ټي پي اړوند دیني عالمانو پر وړاندې له شکایتونو دې ډډه وکړي، ګنې له سخت چلند سره به مخ شي.

د کونړ د مرکز اسعد‌اباد ښار د دمکلي قومي مشر شهاب الدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ پنځه ـ شپږ ځله هڅه وکړه چې والي، حج او اوقافو رییس، قومندان، استخباراتو رييس او نورو طالب مقاماتو سره وګورو چې زمونږ د خپلې منطقې عالمان په جوماتونو کې پرېږدي؛ خو دوی نه دا چې مونږ سره د دې موضوع په اړه ونه لیدل، وخت یې رانه کړ؛ بلکې اخطارونه یې راکړي چې نور به د دې موضوع په تړاو شکایت نه کوي او که څوک غلي نه شول بیا به یې زنداني کړي.»

د کونړ په مرکز اسعد‌اباد ښار کې د پخواني جمهوریت پرمهال جوړ شوی جامع جومات چې د جمهوریت د وخت خطیب یې طالبانو ګوښه کړی/ خواله رسنۍ

بل لور ته یو شمېر دیني عالمان بیا شکایت کوي چې د طالبانو له لوري له ګوښه کېدو وروسته له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ شوي او ورځ بلې ته یې اقتصادي ستونزې په زیاتېدو دي.

دوی وايي، د جمهوریت پر مهال ورته په دولتي کچه امتیازات ورکول کېدل، خو طالبانو نه یوازې دا چې امتیازات پرې قطع کړل؛ بلکې د جومات له خطابت یې هم لېرې کړل او خبرداری یې ورکړی چې د دې پرېکړې پر ضد خپل غږ پورته نه کړي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار اړوند یوه ګوښه شوي دیني عالم مولوي عبدالغفار اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو زیاته کړه: «زه په اسعداباد ښار کې د کرزي له وختونو د جامع جومات خطیب وم، پنځه وخته لمونځ، د جمعې لمونځ او شاګردانو ته مې دیني درسونه هم ورکول او په بدل کې یې دولت یوه اندازه معاش راکاوه چې زما د کورنۍ ورځني ضرورتونه پرې یو څه پوره کېدل؛ خو طالبانو له خپل راتګ شپږ میاشتې وروسته په کور کړم او زما پر ځای یې یو باجوړی ملا چې د ټي ټي پي غړی دی ځای پرځای کړی، حتا زه یې په دې ګواښلی یم چې چېرته به غږ هم نه پورته کوې، بل کار ـ روزګار هم نه شم کولی، سخت له اقتصادي ستونزو سره مخامخ یم، د کورنۍ اړتیاوې نه شم پوره کولی.»

مونږ هڅه وکړه چې کونړ کې د طالبانو له لوري له جامع جوماتونو د پخواني حکومت اړوند دیني عالمانو د ګوښه کولو او پرځای یې د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) اړوند دیني عالمانو د ګمارل کېدو په تړاو په دې ولایت کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې هلو ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

یادونه: په راپور کې یاد شوي نومونه د امنیتي ستونزو له امله په مستعار ډول لیکل شوي دي.