Photo: sent to Etilaatroz

طالبانو ننګرهار کې پر کانونو تالان ګډ کړی

اطلاعات روز: د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې ځایي خلک وایي، چې په دغه ولایت کې د شوکاڼي او نورو قیمتي ډبرو پر کانونو د طالب قومندانانو له لوري چور ګډ دی او کاڼي په ناقانونه او غیرفني ډول له ایستلو وروسته قاچاقېږي.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یو ځایي اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې ولسوالۍ د وچکوټ اړوند «تنګي» سیمه کې د ځایي طالب قومندانانو له لوري د شوکاڼي پر کانونو چور ګډ دی او په غیر فني استخراج سره په زیاته اندازه له هيواده بهر قاچاقېږي.

د سرچینې په خبره له یادو کانونو ترلاسه کېدونکی شوکاڼی په کم قیمت سیمه کې د پاکستاني سوداګرو له لوري اخېستل کېږي او بیا د طالب قومندانانو په همکارۍ  د دور بابا ولسوالۍ د «څڅوبي» له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.

د نوموړي په خبره د دې کانونو زیاتره تش په نوم قراردادیان پاکستانیان دي او کاري قوه یې شپه او ورځ د شوکاڼي په استخراج کار کوي.

سرچینه زیاتوي: «د اچین ولسوالۍ په وچکوټ سیمه کې چې زیاتره د شوکاڼي کانونه دي، هلته شپه او ورځ د شوکاڼي کانونه استخراج کېږي، له کانونو ترلاسه کېدونکی شوکاڼی په پاکستاني سوداګرو پلورل کېږي او بیا د دور بابا ولسوالۍ د څڅوبي لارې چې پاکستان سره نږدې او قاچاقي لاره ده وړل کیږي؛ پاکستاني قراردادیان طالبانو ته د شوکاڼي د یو کېلو پر پنځه سوه پاکستانۍ کلدارې ورکوي او شپه او ورځ پر دې کانونو کار روان دی غوښتنه کوو چې باید د دې کار مخنیوی وشي.»

له دې سربېره د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې هم ځایي خلک ورته شکایت کوي، او وایي پر افغانستان د امریکا له مرستو بندېدو را وروسته اوس پر دغه کانونو تالان ګډ دی او هر طالب قومندان او پلویان یې په خپل سر کانونو کې کار کوي.

د شېرزادو ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې غواړي نوم یې خپور نه شي وایي، چې د دې ولسوالي په پيټلو، توتو، اشپان، مرکېخېلو او کديخېلو سیمو کې دا مهال د ځایي طالب قومندانانو له لوري په ناقانونه او غیرفني ډول د شوکاڼي او ګج کانونه کېندل کېږي.

هغه زیاتوي، چې له دغه کانونو ټول ایستل شوي کاڼي د کان په خوله کې په غیر مسلکي ډول د بولۍ په شکل د سوداګرو له لوري اخېستل کېږي.

د هغه په خبره په شېرزادو ولسوالۍ کې ځایي طالبانو قومندانانو خپلمنځي اتحادیه جوړه کړې او له طالبانو پرته نور څوک په کانونو کې کار نه شي کولای.

سرچینه زیاتوي: «د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې هم په خپلسري ډول د طالبانو له لوري د شوکاڼي کانونه کېندل کېږي، خو شېرزادو ولسوالۍ کې دا پروسه ډیر چټکه ده ځکه دلته طالبانو ورته خپله یوه اتحادیه جوړه کړې چې طالب نه وي کان کې کار نه شي کولای او نه یې ډبرې خرڅولی شي او دغه راز کوم سوداګر چې شوکاڼی اخلي باید له اتحادیې سره اړیکه ونیسي هغوی ته په کې خپل کمېشن ورکړي او بیا د کان قرارداد وکړي؛ د طالبانو له لوري بیخي په کانونو چور ګډ دی. د کانونو په استخراج سره ځنګلې هم له منځه وړل شوي او د تخریب له ګواښ سره مخ دي.»

د نوموړي په خبره له دغه کانونو ډېره ګټه له طالبانو وروسته قاچاقي سوداګرو ته رسي، ځکه چې قیمتي ډبرې ترې په خپل قیمت نه اخلي.

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، له ځایي طالبانو سره یې داسې اسناد لیدلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ورته د کانونو د کیندلو اجازه ورکړې او اوس په بې دریغه ډول د کانونو سپړل روان دي.

هغه وویل، اوس د دوی په ولسوالۍ کې نږدې په دولس معدنونو کې کار روان دی او طالبان له هر معدنه خپله برخه اخلي.

هغه زیاته کړه: «په کوم ځای کې چې کانونه دي هلته یې طالبانو د استخراج لړۍ پیل کړې او په دې کانونو شپه او ورځ کار کېږي ځکه چور او تالان پرې ګډ دی، دلته ګوشته کې په هر کان کې د طالبانو برخه شته دلته سوداګر راځي طالبان پرې قیمتي ډبرې پلوري او بیا د کاڼو د انتقال لپاره یوه پرچه ورکوي، چې په هماغې پرچې تر تورخم بندره پورې خپل کاڼي پاکستان ته انتقالوي.»

په ننګرهار کې د قیمتي ډبرو او شوکاڼي اتحادیې یو سوداګر هم مني چې د یوه معلوم پروسیجر نشتون له امله د دغه ولایت کانونه په ناقانونه ډول کیندل زیات شوي او د کاڼو قاچاق هم روان دی.

سرچینې وایي، چې د پخوا پرتله اوس کار ډېر شوی او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د کاڼو د قاچاقېدو مخه دې ونیسي.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د کانونو د رییس نظر هم ولرو، خو هڅو سره سره یې په نظر اخېستلو بریالي نشوو.

په ناقانونه ډول د ننګرهار د قیمتي ډبرو د کانونو د ایستلو او قاچاق سربېره په ختیځ کونړ، نورستان، لغمان او له نورو ولایتونو هم د مختلفو کانونو د خپلسرو کیندنو او قاچاق رپوټونه خپاره شوي دي.