ننګرهار او لغمان کې زده کوونکي د یونیفورم نه عملي کېدو له امله له ښوونځيو شړل شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر ځایي سرچینې وایي، چې په دولتي ښوونځیو کې د طالبانو له لوري پر زده کوونکو د نوي یونیفورم عملي کول جبري شوي دي.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د «عبدالوکېل لېسې» یو ښوونکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د روانې اوونۍ له پیل راهېسې د پوهنې ریاست له لوري پر زده کوونکو د طالبانو د نوي یونیفورم عملي کول جبري شوي او آن تېره ورځ د یادې لېسې له لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو لسګونه شاکردان د پوهنې ریاست د ټاکل شوي پلاوي له لوري له ټولګیو د یونیفورم د نه عملي کولو له امله وېستل شوي دي.

د سرچینې په خبره زیاتره زده کوونکي د اقتصادي ستونزو له امله د نوي یونیفورم په عملي کېدو کې پاتې راغلي او زیاتره یې له زده کړو زړه توري شوي دي.

سرچینه زیاتوي: «د پوهنې ریاست د ننګرهار ټولو ښوونځيو ته یو مکتوب استولی چې په کې ټینګار شوی، چې پر زده کوونکو نوی یونیفورم جبري او هغه زده کوونکي چې له دې کړنې سرغړونه کوي مجازات کړي او له توصیې وروسته دې ټولګي ته نه پرېښودل کیږي دې حالت زده کوونکي ډیر خواشینې کړي او زیاتره یې د بیوزلۍ له امله د نوي یونیفورم د اخیستلو توان هم نه لري.»

په جلال اباد ښار کې د «ننګرهار لېسې» د یوولسم ټولګي یو زده کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، هغه د کورنۍ یوازینی سرپرست دی، خو اوسمهال له دومره اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې د نوي یونیفورم د پېرلو توان نه لري.

هغه وایې په دې وروستیو کې پر نارینه زده کوونکو سپین کالي او پګړۍ په سر کول جبري شوي دي او روانه اوونۍ هم دوه ځلي د پوهنې ریاست د ځانګړي پلاوي له لوري په دې پلمه له ټولګي شړل شوی چې ګوندې یونیفورم یې نه و، په تن کړی.

هغه وویل:«د نوي یونیفورم د اخېستلو توان نه لرم ځکه له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانیو پرې لګښت راځي، دا پېسې زه له کومه کړم د ښوونځي له رخصتېدو وروسته زرنج چلووم نو دومره ګټم چې د کورنۍ چاره مې پرې روانه وي زما په شان زیاتره زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.»

نوموړی اندېښنه لري که د ښوونځيو پر زده کوونکو د نوي یونیفورم جبري کېدل دوام ومومي، نو د هغه په ګډون زیاتره زده کوونکې به د ښوونځيو پرېښودو ته اړ شي چې ناوړه پایلې به ولري.

بلخوا د ننګرهار پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رئیس مولوي محمد شریف حلیمي د یاد ریاست د وټساپ په یو ګروپ کې د نوي یونیفورم پر جبري کېدو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د ننګرهار ترڅنګ په لغمان کې هم ښوونکي او زده کوونکي د طالبانو نوي یونیفورم له کړاو سره مخ کړي دي.

د لغمان «ارمل لېسې» یو ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې هره ورځ یې د یونیفورم پر سر د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ ناندرۍ وي.

د هغه په وینا، د پوهنې وزارت له لوري په استول شوي مکتوب کې راغلي، چې له لومړي تر ۹ ټولګي د زده کوونکو د جامو رنګ اسماني او سپنه خولۍ او له ۱۰ تر ۱۲ ټولګي زده کوونکو کمیس پرتوګ بیا سپین او لونګي یا پګړۍ پر سر کول جبري شوي.

سرچینه زیاتوي: «هره ورځ د ښوونکو د لېسې د مدیر او زده کوونکو ترمنځ همدا لانجې وي چې ولې یې نوی یونیفورم نه دی عملي کړی، درس پاتې وي او همدا ناندرۍ تر ډیره روانې وي مونږ هم مجبوره یو چې پر زده کوونکو دا یونیفورم عملي کړو؛ ځکه که دا کار ونه کړو نو له دندې مو د ګوښه کېدو وېره هم شته  زده کوونکي هم ملامته نه دي ځکه د ټولو خلکو اقتصاد خراب شوی او د یونیفورم د اخېستلو توان نه لري.»

بلخوا د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علوم یوه ښځينه محصله شبنم افغان چې دا یې مستعار نوم دی وایي، طالبان دې د نوي یونیفورم د جبري کېدو پر ځای افغان نجونو او ځوانانو ته په هیواد دننه د عصري زده کړو زمینه برابره کړي او هم دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

هغه پر طالب چارواکو نیوکه کوي چې غواړي په یوه او بله پلمه ځوانان له زده کړو خوابدي او په دې ډول د هیواد راتلوونکي نسل نالوستي ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړې ادعا کوي چې طالبانو په سیستماتیک ډول په دولتي ښوونځيو کې پخواني ښوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د مسجدونو او دیني مدرسو تازه فارغ شوي قاریان ګمارلي چې دې حالت لا په ښوونځیو کې د زده کړو بهیر ټکنی کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبان پوهنې وزارت ښوونځیو ته په استول شوي مکتوب کې په ټینګار سره ویلي، چې له لسم ټولګي پورته زدکوونکي اړ دي، چې  سپین کالي او لنګیو سره ښوونځي ته لاړ شي؛ خو تر لسم ټولګي ښکته زدکوونکي باید ابي لباس واغوندي او سپېنې خولۍ په سر کړي