ننګرهار کې د داعشیانو ماینونو جوړولو ماهر وژل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ملي امنیت د داعش ډلې د ماینونو جوړولو ماهر وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۸ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲قطعې» ځواکونو تېره شپه د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «ولایتو بازار» سیمه کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د ماینونو جوړولو ماهر وژلی دی.

د خوږیاڼي په خبره وژل شوي کس په تېر کې د کونړ او ننګرهار د لويې لارې د حملو ترسره کولو مسوول و او په دې وروستیو کې یې مرکز کابل ته د پسرلنیو حملو پلان جوړولو په موخه سفر هم کړی و.

خوږیاڼي زیاته کړه: «د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ د جلال اباد ښار اتمه ناحیه کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د ماینونو جوړولو استاد وژلی دی هغه ډیرو حملو کې لاس هم درلود.» داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه