فقر که څه هم په افغانستان کې نوې ستونزه نه ده، خو وروستو سیاسي بدلونونو، نړیوالو بندیزونو، د کار نشتوالي او د نړیوالو مرستو کمښت دا پدیده تر بل هر وخت پراخه کړې او اوس فقر نه یوازې په ښارونو بلکې کليوالې سیمې یې هم تر اغېزې لاندې راوستي دي.
هیواد کې د بې وزلۍ کچه په وروستیو کې بې ساري ډول لوړه شوې او هغه څه چې پخوا د شرم لامل ګڼل کېدل، اوس د ګڼو کورنیو د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ لار ګرځېدلې او ډېری افغانان د خپلو ماشومانو د نس مړولو لپاره نورو ته لاس نیسي او په سړکونو، بازارونو او جوماتونو کې سوال کوي.
د هېواد په سویلي ولایتونو کې یو شمیر بې وزله کورنۍ وایي، چې د ژوند پایښت لپاره اړې شوې دي چې د سړکونو پر غاړه سوال وکړي. دوی زیاتوي، که څه هم دا کار ورته سخت او دردوونکی دی، خو د ګېډې مړولو لپاره بله بدیله لار نه لري. دوی له نړيوالو سازمانونو او بشري مرستندويه بنسټونو غوښتنه کوي چې خپلې مرستې له سره پيل کړي، څو دا پراخېدونکی انساني بحران تر یوه بریده کنټرول شي.
کندهار
۴۵ کلن حبیبالله چې د خیاطۍ کسب یې زده دی، وایي، څلور میاشتې کېږي چې له خلکو سوال کوي او هره ورځ د کندهار ښار د شهیدانو چوک سره نږدې د یوه جومات په دروازه کې خلکو ته د سوال لاس نیسي، ترڅو مرسته ورسره وکړي.
نوموړی زیاتوي، چې په پیل کې یې وجدان اجازه نه ورکوله چې فقر وکړي، خو د کورنۍ لوږې دې ته مجبور کړ چې د جوماتونو مخې ته کښېني او مرسته وغواړي.
حبیبالله وایي، چې یوه مېرمن او څلور اولادونه لري او د هغوی لوږې دې کار ته اړ کړی دی. «هیڅ لاره نه وه، فقر ته مې مخه کړه، هره ورځ راځم دلته، د ماښام پورې یواځې دومره پیسې برابریږي چې وچه ډوډۍ پرې واخلم».
هغه وویل، چې هره ورځ د ۱۰۰ افغانیو نه تر ۲۰۰ افغانیو پورې د سوال له لارې ترلاسه کوي او په خبره یې چې دا یو زلیل ژوند دی، خو که بل عادي کار ورته پیدا شي، هېڅکله به دغسې کسب ته مخه نه کړي.
دغه بې وزله کس چې پخوا یې پنځه کاله خیاطي کړې په خپلو خبرو کې وویل: «خیاطۍ کې هم څه نه برابریدل، له مجبوریته مې فقر پیل کړ، خو که د کار زمینه برابره شي، زه چمتو یم چې هر کار وکړم، یواځې دا ذلیل ژوند پرېږدم.»
ارزګان
په سويلي حوزه کې ارزګان هغه ولايت دی چې ډيرو اوسيدونکو يې خپله تکيه په کرنه او مالدارۍ کړې، په داسې حال کې چې د اقليمي بدلون له امله په دې ورستيو کلونو کې ۵۰ سلنه کرنه د اوبو د کمښت او نورو افتونو له امله زيانمنه شوې ده.
د دې ولایت يوه اوسيدونکې راضیه، چي خپل خاوند يې د جګړو له امله له لاسه ورکړی او دا مهال د خپلو څلورو اولادونو چې درې یې نجونې او یو هلک دی سرپرستي کوي.
نوموړې وايي، چي زیاتره وختونه يې اولادونه ناروغان وي، د یوې ګولۍ د رانيولو وس او توان نه لري او له کبله یې مجبوریږي چې سوال وکړي.
راضیه زیاتوي، چې که څه هم عمر خوړلی خسر یې هره د کار په لټه له کوره بهر ځي، خو په وینا یې چې د کار نشتون له امله ماښام تش لاس کورته ستنیږي.
هغې وويل: «کوچني موشومان مې د لوږې راڅخه مري، د لس افغانۍ توان نه لرو خپل د ځان ځای نه لرو خسر می سهار ووځي ماښام همداسې خالي لاس راشي»
زابل
د ارزګان ګاونډ کې د زابل اوسيدونکي هم د ورستيو اقتصادي ستونزو او بې کاریو له امله د جدي ستونزو سره مخ دي او بې وزلې کورنۍ اوس د ځان ساتنه په فقر کولو کوي.
د دې ولایت د مرکز قلات ښار يو اوسيدونکي حميدالله وايي، چې د طالبانو بیا ځل واکمنېدو وروسته يې د کورنۍ ټوله ګوزاره د مرسته کوونکو سازمانونو په مرستو او ښار کې په فقر کولو تيريږي.
هغه چې څلور لوڼې او یو ماشوم زوی لري، د خپلې بې وسۍ کیسه داسې کوي:« بچي مې وږدي دي، څه وکړو، کاروبار نشته، اړ یوو چې په سوال لاس پورې کړو، هغه مرستې چې زموږ سره نړيوالو سازمانونو کولې د ډيرو غریبو کورنيو ژوند ورباندې روان وو، اوس هغه مرستې بیخي کمې شوي دي، موږ غوښتنه کوو چې باید زموږ سره مرستې زياتې شي.»
د طالبانو له لوري د سوالګرو راټولول او له هغوی سره د مرستو کولو اقدامات
د طالبانو مشر د ۱۴۰۳ کال د غویي مياشتې پر دویمه نېټه د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون چې په یوې مقدمه، درې فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی توشيح او د دې ډلې د عدلیې وزارت له لوري خپور شوی دی.
د دې قانون پر اساس، هغه اشخاص چې روغ رمټ او یا کاسب اوسي او د یوې ورځې لپاره خوراک ولري د سوالګرۍ عمل څخه منع شوي دي. دغه راز د دغو اشخاصو په واسطه له ماشومانو، معلولوینو او معیوبو اشخاصو څخه ګټه اخیستل منع دي.
په دې قانون کې د حرفې په عنوان سوالګري، تنظیم شوې سوالګري او د سوالګرۍ تنظیم هم منع شوی او د کورنيو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې هغه کسان چې فقر کوي باید ونيول شي.
د طالبانو د دغه قانون د عملي کيدو په موخه په د سویلي حوزې په نږدې ټولو ولايتونو کې وخت پر وخت د سوالګرو د نيول کيدو پروسه ترسره کېږي او هغه کسان نيول کيږي چې فقر کوي.
په دغه ولايتونو کې د تېرو نږدې دوو مياشتو راهیسې د سوالګرو د نیولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او ټول هغه کسان چې فقر کوي د طالبانو لخوا نيول کېږي.
د زابل ولايت يوه ميرمن بي بي مريم چې د طالبانو د امنيې قومندانۍ له لوري د فقر کولو پرمهال نيول شوې، وايي چې د سړک پر سر سوالګرۍ ته ناسته وه چې طالبانو ونیوله او زنداني یې کړه.
نوموړې زیاتوي، چې طالبانو ته يې وويل چې د مجبوريت له مخې د سړکونو پر سر فقر کوي، خو طالبانو ورته ګواښ کړی که بل ځل د فقر کولو په تور ونيول شي د عمري بند سزا به ورکړي.
مریم وویل: «زه د سړک پر سر ناسته وم چې رنجر موټر راغی زه يې د امنيې قومندانۍ زندان ته انتقال کړم هلته يې ډيرې نورې ښځې هم راوستلې وې، موږ يې دوې ورځې زنداني کړو وروسته يې محکمې ته نه يووړو خوشې يې کړو او ټولو ته يې سپارښتنه وکړه که بل ځل ونيول شوې د عمري بند سزا به ورکړي.»
کندهار ولايت کې هم د طالبانو د نظامي کسانو لخوا د سوالګرو د نيول کيدو جدي کمپاين روان دی او هغه کسان چې سوال کوي د زندانيی کيدو په هدف نيول کېږي.
د دې ولايت يوه اوسيدونکی او مدني فعال چې د امنيتي ستونزو له امله يې موږ نوم نه دی یاد کړی، وويل چې ټولو سوالګرو ته د طالبانو لخوا ګوښ شوی چې د فقر کولو څخه باید لاس واخلي.
هغه وايي، چې طالبانو سوالګرو ته د مرستو رسولو هيڅ پلان نه دی عملي کړی، خو يوازې د دې له امله چې د دوی د حکومت نوم بدنامه نه شي سوالګر د سړکونو له سرونو څخه په ډير ظلم سره ټولوي او بیا يې ان په مرګ هم ګواښي.
دغه مدني فعال وویل: «هغه کسان چې فقر کوي په ډير سخت ظلم او وحشت سره د طالبانو لخوا راټوليږي وروسته زندانونو ته اچول کېږي، هيڅ مرسته نه ورسره کېږي د طالبانو تر شکنجو وروسته ګواښ ورته کېږي، که بیا ځلي تاسو فقر وکړئ وژل کېږي، نور هيڅ مرسته ورسره نه کېږي نه هم ورڅخه پوښتنه کېږي چې تاسو ولې فقر کاوه، دغه خو يې حل لاره نه ده چې اوس يې طالبانو ترسره کوي.»
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې دوی سوالګر راټولوي او مستحقو کورنيو سره میاشتنې مرستې کوي، خو د طالبانو دغه ادعا يوه نمايشي کړنه ياده شوې او محدود شمير کسانو سره مرستې ترسره کېږي.
د کندهار په ولايت مقام کې يوه سرچينه چې نه غواړي هويت يې څرګند شي، وایي چې د طالبانو مشر د يوه ځانګړي فرمان پر اساس په ياد ولايت کې د مرستو رسولو يوه کميټه جوړه شوې چې په مياشتني ډول ځينو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې د دولت د بوديجي څخه کېږي.
بلخوا د بیا د «ACAPS»په نوم سازمان چې مرکزې دفتر یې په جينوا کې دی د روان ۲۰۲۵ کال د اپريل مياشتې په لومړۍ نيټه په يوه راپور کې وويل، چې د امریکا د بهرنیو مرستو بندیدل د افغانستان د خلکو سره د حیاتي خدمتونو په برخه کې جدي ګواښ رامنځته کوي.
دغه سازمان په داسي حال کې د امريکا د مرستو پر کمښت انديښنه څرګندوي چې تردې مخکې بیا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، چې سږ کال (۲۰۲۵) شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ټول کې د نړيوالي ټولنې سره د طالبانو نه تعامل، اقليمي اغيزې، اقتصادي بي ثباتي، د لسیزو جګړو پاتې زيانونه، په نړيواله کچه د مرستو کمښت او د طالبانو د بوديجې کمښت هغه ستر لاملونه دي چې د عامو او بې وزله افغانانو راتلونکی ناڅرګند لوري ته بیایي.