اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند د «چکنوریو» سیمه کې یې د یوې ښځې جسد موندلی دی.
په سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د یوې وژل شوې ښځې جسد نن (شنبه، ۶ د غوایي) د اوومې ناحیې «چکنوریو» سیمې اړوند د کابل سیند له اوبو څخه را اېستل شوی دی.
سرچینه زیاتوې، یاده ښځه اصلا د اوومې ناحیې اړوند د «درونټې» سیمې اوسېدونکې وه چې له څو ورځو راهېسې له خپل کور څخه لادرکه شوې وه.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې د پیدا شوې جسد پر بدن د مرمیو نښې هم لیدل شوي او له دې څرګندیږي چې یاده ښځه لومړی په ډزو وژل شوې او بیا یې جسد سیند ته غورځول شوی دی.
تراوسه د یادې ښځې د وژل کېدو لامل څرګند نه دی او نه هم ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
په دې وروستیو کې د ننګرهار په ګډون د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو دا ډول مرموزې وژنې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډېره کورنی تاوتریخوالی، شخصي دښمنۍ، په بدو کې د نجونو ورکړه او ناموسي وژنې ګڼل کیږي.