ننګرهار کې د مکتب یوه زده کوونکي ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د اتمې ناحېې په مربوطاتو کې یوه پنځلس کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تېره شپه (جمعه، ۶ د غوایي) د جلال اباد ښار اتمې ناحېې اړوند «کابل کېمپ» سیمه کې نقیب الله په نامه یو کمکي ځوان د ناڅرګند دلیل له کبله ځان ځړولی او مړ شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې دا کس اوس مهال د یو خصوصي ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی و.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې هم دې ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې خلګ یې یې لامل تر ډېره کورنی تاوتریخوالي، بې‌وزلي، وزګارتیا او رواني ستونزې یادوي.