د خواجه محمد اصف څرګندونو ته د خلیلزاد غبرګون: ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي

via DAWN &Jeyhun Alekperov/ caspiannews

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د داعش په ګډون ترهګرې ډلې لا هم په پاکستان کې دي.

ښاغلي خلیلزاد نن ماښام (شنبه، ۶ د غوایي) پر ایکس لیکلي چې د پاکستان دفاع وزیر پخوا له ترهګرو او افراطي ډلو خپل ملاتړ «تېروتنه» بللې؛ نو ایا پاکستان نور ترهګرو او افراطي ډلو ته ځای نه ورکوي؟

د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي: «له بده مرغه، باوري راپورونه شته چې په پاکستان کې د مهمو او خطرناکو ترهګرو ډلو شتون ښیي. د بېلګي په توګه، داعش ډلې لا هم په دې هیواد کې خپل پټنځایونه ساتلي.»

خلیلزاد همدا راز ویلي چې داسې راپورونه شته چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر مهال بلوڅ وسلوالو د بلوچستان د «مستونګ» سیمې په غرونو کې د داعش پر یوه روزنځای برید وکړ.

ده ویلي چې له راپورونو سره سم، په دې برید کې د داعش ۳۰ غړي چې ترکي، هندي، تاجیکستاني او ازبکستاني اتباع وو، ووژل شول او روزنځای یې ختم شو.

خلیلزاد ویلي چې که دا راپورونه سم وي، نشي کېدلای چې د دې افرادو شتون دې د پاکستان له استخباراتي سازمان څخه پټ وي؛ البته که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن وي.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو شتون ته متوجې شي؛ ځکه چې د هغوی حضور نه یوازې په خپله پاکستان ته بلکې سیمې او نړیوالې ټولنې ته هم جدي خطر ګڼل کېږي.

ده ویلي: «تر اوسه باید موږ ټولو زده کړي وې چې د تکتیکي موخو لپاره له ترهګرۍ سره لوبې ناورین دی او ناوړه معکوسې پایلې لري.»

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف له سکای نیوز ټلویزون سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دې هیواد د تېرو درو لسیزو پر مهال د طالبانو او لشکر طیبه په څېر ترهګرو ډلو مالي ملاتړ کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې دې هیوادا دا «کثیف کار» د امریکا او بریتانیا په شمول د لوېدیځ په غوښتنه کړی دی.

ده د ترهګرو ډلو ملاتړ تېروتنه بللې او ویلي یې دې چې له امله یې پاکستان زیانمن شوی دی.

خواجه محمد اصف د پاکستان لومړی چارواکی دی چې له ترهګرو ډلو ملاتړ په ډاګه مني.

تر دې وړاندې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو په ځلونو پاکستان د طالبانو په ملاتړ او هغوی ته د پټنځایونو په ورکولو تورن کړی و، خو پاکستان دا موضوع ردوله.

اوس مهال طالبان ادعا کوي چې داعش د دې ډلې له لوري تر ځپل کېدو وروسته پاکستان ته انتقال شوي او په دې هیواد کې نظامي او روزنیز مرکزونه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته