د طالبانو د کورنیو چارو وزارت

ایا د کندهار حلقې شاتګ کړی؟

خالد محمدي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر درې میاشتني غیابت وروسته یو ځل بیا په کورنیو چارو وزارت کې خپل کاري دفتر ته راګرځېدلی دی او په لومړي اقدام کې یې د دې وزارت تر شلو زیاتو چارواکو سره غونډه کړې، مګر په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت د ارشد مرستیال او ملا هبت الله نږدې کس صدر ابراهیم نشتون له ورایه ښکارېده.

له کومه وخته چې صدر ابراهیم د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال ټاکل شوی دی، د نوموړي هیڅ داسې عکس او ویډیو نه ده خپره شوې چې نوموړی پکې له سراج الدین حقاني سره یو ځای په یوه غونډه کې ناست وي. د طالبانو له منځه باخبره سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې صدر ابراهیم خپل کاري راپور سراج الدین حقاني ته نه بلکې په مستقیمه توګه د کندهار والي او د ملا هبت الله نږدې کس ملا شیرین ته لېږي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت خپره کړې ویل شوي چې سراج الدین حقاني د دې وزارت له مرستیالانو او رییسانو سره د رهبرۍ کچې غونډه کړې او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې «له خلکو سره مثبت تعامل» وکړي، «له خلکو سره نږدې اړیکه ولري» او «خپلې امنیتي او خدماتي برنامې له خلکو سره په همغږۍ او مشوره ترسره کړي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دغه وزارت کې په یوه غونډه کې/ طالبان

د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه په سنجیده او هدفي توګه هڅه کوي چې د طالبانو په منځ کې خپل ځان د «اصلاحاتو غوښتونکې او منځلارې» ډلې په توګه وښیي؛ هغه تګلاره چې د طالبانو د مشر او د سختدریځې کندهار حلقې له دریځونو سره په ټکر کې ده. حقاني شبکې د جمهوریت پر مهال د یو شمېر خونړیو ځانمرګو بریدونو مسووله او په دې بریدونو کې نظامي او ملکي اهداف پر یوه مهال په نښه کېدل.

سراج الدین حقاني د یکشنبې په ورځ په کورنیو چارو وزات کې د خپل حضور پر مهال د ماسپښین لمونځ د دې وزارت په مسجد کې ادا کړ او د طالبانو د کارمندانو او وسله والو له لوري یې هرکلی وشو. هغه ویډیو چې حقاني شبکې خپره کړې، پکې لیدل کېږي چې په مسجد کې شته خلکو ورسره روغبر کړی، په غېږ کې یې نیولی او ځیني یې لاسونه هم مچوي. په خپله حقاني هم له دې هرکلي او کورنیو چارو وزارت ته له بیا ځلې راستنېدو خوښ دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته د سراج الدین حقاني بیا ځلي راستنېدل داسې انګېرل شوي چې نوموړی لا هم د طالبانو په حکومت کې ډېر ځواک لري او د دې ډلې د رهبرۍ په کچه کې یې موقف لا هم غښتلی دی. دا په داسې حال کې چې د تېرو اونیو پر مهال پر رسنیو داسې اوازې خپرېدې چې ښایي نوموړی د طالبانو د مشر له لوري ګوښه شوی وي.

د سراج الدین حقاني په نشتون کې صدر ابراهیم د طالبانو د مشر او کندهار د حلقې په ملاتړ د کورنیو چارو وزارت چارې مخته وړلې او مدیریت کولې یې. طالب سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې صدر ابراهیم په دې موده کې په ولایتونو کې له طالب قومندانانو غوښتي و چې خپل کاري راپورونه کندهار او حتا ملا شیرین ته ولېږي.

د اطلاعات روز په وروستیو راپورونو کې هم ویل شوي و، چې سراج الدین حقاني په کورنیو چارو وزارت کې د صدر ابراهیم له زیاتو لاسوهنو خوښ نه و او کلکې نیوکې یې کړې وي چې نوموړی په کندهار کې د طالبانو د مشر او هغه ته د نږدې حلقې تر لارښوونې لاندې له کورنیو چارو وزارت سره موازي جوړښت رامنځته کوي. حقاني د داسې لاسوهنو د ختمېدلو او په کابل کې د پرېکړو د کېدلو غوښتنه کړې وه.

صدر ابراهیم د افغانستان له پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو د جګړې پر مهال په هلمند کې د دې ډلې یو جنګي قومندان و. دی د طالبانو دویم مشر ملا اختر محمد منصور ته هم نږدې کس بلل کېده؛ البته منصور د ۲۰۱۶ کال پر مهال د امریکا په هوایي برید کې په پاکستان کې ووژل شو. د منصور تر وژل کېدو وروسته صدر ابراهیم له ملا هبت الله سره بیعت وکړ او هڅه یې وکړه چې خپل نظامي نفوذ له هلمند څخه بیا د افغانستان تر لوېدیځو ولایتونو پورې پراخ کړي.

پر صدر ابراهیم د طالبانو د رهبر باور د دې لامل شو چې نوموړی د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړي مرستیال په توګه وټاکل شي؛ نوموړی له دې دندې په استفاده کولای شي چې سراج الدین حقاني هم تر نظر لاندې وساتي او کندهار ته یې راپور ورکړي. دا ټاکنه د حقاني شبکې د مهارولو او د طالبانو په جوړښت کې د انډول ساتنې یوه هڅه ګڼل کېږي.

بل لور ته، کورنیو چارو وزارت ته د سراج الدین حقاني بیا راتګ کولای شي چې صدر ابراهیم او په دې وزارت کې له کندهارۍ حلقې سره نور تړاو لرونکي وننګوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال صدر ابراهیم د ​​دې ډلې د امنیې قومندانانو سره په آنلاین غونډه کې/ طالبان

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو د وزیر خلیل الرحمان حقاني په وژل کېدو سره چې داعش خراسان ډلې یې مسوولیت ومانه، حقاني شبکې خپل یو مهم غړی له لاسه ورکړ. خلیل الرحمان حقاني د سراج الدین حقاني کاکا و او له ملا هبت الله او کندهار حلقې سره د ده د مخالفت یو سرسختی ملاتړی و. داسې ښکاري چې کندهار حلقې ښایي دا محاسبه کړې وه چې کله خلیل حقاني له منځه ولاړ شي، د حقاني شبکې قدرت به ورسره کم شي. د دې په مقابل کې حقاني شبکې پرته له دې چې د کندهار فراکسیون مستقیما تورن کړي، دا حمله یې «توطیه» وبلله او د خپل ځان د تضعیف هڅه یې وګڼله.

تېره اونۍ سراج الدین حقاني سپېدار ماڼۍ ته ولاړ او د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال محمد نبي عمري، د طالبانو د لوی درستیز د مرستیال مالي خان چې دواړه د حقاني شبکې لوړپوړي غړي دي، په حضور کې یې د طالبانو د کډوالو له وزیر عبدالکبیر سره ولیدل. عبدالکبیر چې تر دې وړاندې د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال و، د ملا هبت الله له لوري تر ګوښه کېدو وروسته د کډوالو چارو وزارت ته نه ولاړ او له سپېدار ماڼۍ خپل کار کوي.

سراج الدین حقاني وړاندې تر دې چې مستقیما کورنیو چارو وزارت ته ولاړ شي، خپلې لیدنې یې له سپیدار ماڼۍ چې ارګ ته نږدې ده، شروع کړې. شنونکي ګومان کوي چې د کندهار حلقې ته یو څرګند پیغام و: که له دوی سره ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ دی، نو سپېدار ماڼۍ د حقاني شبکې سیاسي قلمرو دی او د دې شبکې اړوند کس باید د لومړي وزیر په سیاسي مرستیالۍ کې پاتې شي او مولوي عبدالکبیر به تر هماغه وخته په دې ماڼۍ کې وي.

تر دې لیدنو وړاندې سراج الدین حقاني د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ په کندهار کې په یوه غونډه کې ګډون کړی و. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، دا غونډه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب، د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت د مرستیال عبدالقیوم ذاکر او کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد نبي عمري په ګډن جوړه شوې وه، البته حقاني په وړاندینیو څو غونډو کې نه و.

سراج الدین حقاني په داسې مهال کې کابل ته راستنېږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزې» له نوملړ څخه یې نوم ایستل شوی دی او د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې (ايف بي آی) هم د ده د نیونې لپاره د لسو میلیونو ډالرو جایزه له خپلې ویبپاڼې لېرې کړې ده. دا بدلونونه چې له کوم رسمي وضاحت پرته راغلي، په حقاني شبکې کې دننه یې د هیله‌مندۍ نوې څپه راپیدا کړې. اوس مهال دا شبکه د کندهار د حلقې په پرتله له نړۍ په ځانګړي توګه متحده ایالاتو سره تعامل ته زیاته هیله لري.