اطلاعات روز: په لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې یې د یوه ځوان جسد موندلی چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د کابل سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی و.
د دې ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزی وایې چې د یاد ځوان جسد یې نن (یکشنبه، ۸ د غوایي) د لغمان ولایت په مربوطاتو کې له اوبو راایستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د یوسفزي په خبره یاد ځوان یوه اوونۍ وړاندې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره «تنګي» سیمه کې د لامبو پرمهال د کابل سیند وړی و چې تراوسه لادرکه و.
نوموړي د موندل شوي جسد د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې هم دې ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې ځوانان اوبو کې د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او ډېری وختونه یې له کبله مړینې هم پېښېږي.