اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز ګردېز ښار کې د سړک تر غاړې ماين چادونې څلور پاڅون کوونکي ټپيان کړي دي.
د دې چارواکو په وینا، نن (یکشنبه، ۸ د وري) غرمه مهال شاوخوا يوولس نيمې بجې د ګرديز ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند «لرګيوهډې» سيمه کې د زرمت ولسوالي د پاڅون کوونکو په رينجر موټر د سړک تر غاړې ماين چاودنه کړې، چې له امله يې څلور پاڅون کوونکي ټپيان شوي دي.
د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي، ټپيان د سيمې له ځايه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.