اطلاعات روز: په ننګرهار او کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې دوه ماشومانو ژوند بایللی دی.
د ننګرهار اوسیدونکی شاهد بابرزی وایي، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۹ د غویي) د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ اړوند په «دوه سرکې» سیمه کې یو ماشوم د کونړ سیند اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د هغه په خبره یاده سیمه کې د هلال په نامه یو ۸ کلن ماشوم د کونړ سیند ته لوېدلی چې اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د نوموړي په وینا د یاد ماشوم جسد یې له ډیرو هلو ځلو وروسته د ځایي خلکو په مرسته د مومندرې ولسوالۍ «امبر خانې» سیمې اړوند کونړ سیند کې له اوبو را اېستلي او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
ورته مهال کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د میوند ولسوالۍ په بازار کې یو ماشوم ټیلر موټر لاندې کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې، چې پر مهال یې یو بار وړونکی ټیلر موټر یاد ماشوم لاندې کړی او ځای پرځای مړ شوی دی.
تر اوسه د وژل شوي ماشوم د هویت او عمر په اړه څه نه دي ویل شوي، او نه هم د موټر چلوونکي د برخلیک په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
هر کال د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو د بې غورۍ له کبله ګڼ شمیر ماشومان په ترافیکي پیښو او په اوبو کې د لامبو وهلو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.