په هلمند کې يوې ميرمنې خپل مېړه د دویم واده کولو له امله وژلی

اطلاعات روز: له هلمند ولايت څخه ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د دې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې يوې ښځې خپل خاوند له دې امله وژلی دی چې دوهم واده یې کړی و.

دا سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي چې ياده پيښه تيره شپه (سې‌شنبه، ۹ د غوایي) د مارجې ولسوالۍ د بازار «کلاچې» سيمه کې شوې ده.

سرچينې د وژل شوي کس عمر ۴۰ کاله ياد کړی او ويلي يې چې ياده کورنۍ اصلي د ارزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ ده.

د يادي سرچينې په وينا چې وژل شوي کس دوې ورځې وړاندي دوهم واده کړی و.

هلمند کې د طالبانو امنيې قومندانۍ هم دا پيښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې قاتله ښځه يې نيولې ده.