د تېر جمهوري نظام پر مهال له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په جګړه کې د زرګونه مړو او معلول شویو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنۍ شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پرې دې ډلې امتیازات بند کړي دي.
د پخوانيو پوځیانو کورنۍ وايي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته پرې طالبانو لومړی دولتي امتیازات محدود او بیا یې پرې بندې کړي، چې له امله یې له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ او په بازار کې سوال، ځان وژنې او حتی د خپلو کوچنیو اولادونو پلور ته اړ شوي دي.
د پخواني جمهوري نظام پر مهال لسګونه زره کونړي او نورستاني ځوانان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې په دندو بوخت وو، چې زرګونه هغو له طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو سره په مخامخ جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
څلویښت کلنه زرمینه چې د ژوند ملګري یې د پخواني جمهوریت پرمهال د ملي اردو په لیکو کې دنده کوله او له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړی، د خپلو کوچنیو اولادونو د نفقې لپاره د کونړ په مرکز اسعدآباد ښار کې سوال کوي.
نوموړې وايي، د خاوند له مرګ وروسته یې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده او د خپلو اولادونو د نس مړولو لپاره اړه ده چې نورو ته د سوال لاس اوږد کړي.
زرمینه زیاتوي چې ځېنې وخت خو د نه لاسنیوي سربېره د خلکو بدې ردې هم اوري چې دې چارې پر رواني ناروغیو اخته کړې.
زرمینې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما خاوند لس کاله په ملي اردو کې وظیفه کړې وه، په ۲۰۱۸ کال کې طالبانو سره جنګ کې شهید شو، بیا تېر نظام ماته د کال ۶۰ زره افغانۍ راکولې، ګوزاره مو پرې کېدله؛ خو د طالبانو حکومت چې راغی اوله کې را باندې دا پیسې نیمې شوې، کال وروسته یې را باندې بېخي بندې کړې، مجبوره یم د خپلو بچیانو نس مړولو لپاره بازار کې سوال وکړم؛ خو دې ته مې هم څوک په آرامه نه پرېږدي، څوک راته بد رد وايي، څوک راپسې ناموسي خبرې کوي، څوک راته کنځلې کوي، هېڅوک مې مجبوریت نه درک کوي.»
د طالبانو له لوري د پخواني پوځ د مړو شویو سرتېرو پر کورنیو د امتیازاتو پرې کولو د هغوی کوچني اولادونه هم د زده کړو پرځای پر عامه سړکونو او بازارونو سوال او درنو کارونو ته اړ کړي.
دوولس کلن سمیع الله چې د پخواني نظام د سرحدي ځواکونو د یوه غړي زوی دی، وايي پر کورنۍ یې د طالبانو له لوري د امتیازاتو له بندولو وروسته ښوونځی پرېیښی او د کونړ په مرکز اسعدآباد ښار کې کله درانه کارونه او کله هم نورو ته د سوال لاس غځوي.
نوموړی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما پلار لس کاله مخکې طالبانو سره جنګ کې شهید شوی، تېر نظام کې راته یوه کتابچه راکړل شوې وه او کال په کال به یې راته پیسې راکولې، مونږ په کورنۍ کې شپږ کسان یو دوه مې ورونه، دوه مې خویندې او یوه مې مور ده، ما په شخصي مکتب کې زده کړې کولې؛ خو طالبانو را باندې دولتي امتیاز بند کړ او زه مجبور شوم مکتب مې پرېښود، اوس کله په لاس ګاډي د خلکو درانه پېټي وړم، کله سوال کوم چې د غربت او بې سرپرستۍ له وجې مې آینده تیاره شوه.»
د پخواني نظام یو شمېر کونړ مېشتي پوځیان خو د بې روزګارۍ او ژورو اقتصادي ننګونو له امله د خپلو کوچنیو اولادونو پلور ته هم اړ شوي دي.
دا پخواني پوځیان نیوکه کوي چې طالبانو له دوامدارو ژمنو سره سره د دوی لاسنیوی نه دی کړی او اندېښنه لري که په دې برخه کې یې لاسنیوی ونه شي اړ دي چې خپلې لورګانې د پیسو په مقابل کې پر شتمنو وپلوري.
د کونړ د غازيآباد ولسوالۍ اړوند یو پخواني پوځي د نوم نه ښودلو په شرط له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د خپل ترخه ژوند کېسه کوي: «ما د پخواني نظام پرمهال ۱۵ کاله نظامي وظیفه وکړه، د طالبانو له لوري د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله ټپي او بیا مې دواړه پښې له لاسه ورکړې، تېر حکومت کې مې درې کاله د معلولیت امتیاز واخېست؛ خو د طالبانو په نظام کې مې یو کال پیسې اخېستي نور را باندې بندې شوي، اولادونه مې واړه دي کار نه شي کولی، زه خپله په دواړو پښو معلول یم، دولتي امتیاز هم را باندې بند شوی، قسم چې ځېنې وخت ځان وژنې ته مجبور شم؛ ځکه کور کې نه د اوړو، نه د غوړیو او نه د بل شي د اخېستو وس لرم، څو وارې مې کلیوالو ته ځواب لېږلی چې لور مې پرې خرڅوم، خو هېڅوک نه دي راغلي چې لور مې وپېري، مجبور یم خپل اولادونه خرڅ کړم، ځکه د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره د ګټې وټې هېڅ نه لرم.»
له کونړ سره جوخت نورستان کې هم د پخواني نظام د سر سپارلیو امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنۍ او مېرمنې له ژورو اقتصادي ننګونو سر ټکوي.
دوی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخامخ دي او د خپلو اولادونو د نفقې لپاره له نورو سره د کروندګرۍ په درنو کارونو بوختې دي.
د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند د پخواني جمهوریت د یوه مړه شوي پوځي مېرمنې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما خاوند د طالبانو له راتګ یو کال وړاندې شهید شو، طالبانو شهید کړ، له هغې وروسته ما ښه ورځ نه ده لیدلې، بچیان مې نهر دي، شپږ واړه بچیان لرم، دوه زامن او څلور لورګانې، د نورو خلکو کروندې په دهقانۍ کرم، له دې لارې خپلو بچیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوم، په دې کې مې هم طالبان په آرام نه پرېږدي، کله رانه عشر غواړي او کله زکات، پر ځای د دې چې دوی ما سره دوامداره نغدي کومک وکړي باوجود د دې رانه عشر او زکات اخلي.»
د پخواني نظام د سر سپارلیو پوځیانو کورنۍ طالبان له دوی سره پر دوه ګوني چلند تورنوي.
دوی وايي، طالبانو واک ته له رسېدو سره سم د خپلو مړو شویو جنګیالیو کورنیو ته دولتي امتیازات ځانګړي او د پخواني حکومت معلولو او مړو شویو نظامیانو کورنیو ته په تدریجي ډول کم او حتی بند کړي چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند یو پخوانی نظامي چې له طالبانو سره په جګړه کې یې یوه پښه او یو لاس له لاسه ورکړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ ته یې په جمهوریت کې د معلولیت پیسې راکولې، طالبان چې راغلل دوه کاله یې پیسې راکړې، اوس دا دویم کال دی چې پیسې نه راکوي، راته وايي کوم حکومت ته چې دې جګړه کوله له همغوی پیسې واخله، حال دا چې دوی د خپلو جنګیالیو کورنیو او معلولینو ته پرېمانه دولتي امتیازات ورکوي؛ خو زمونږ د پوښتنې څوک نشته، حتی مونږ پوښتنه نه شو کولی، که پوښتنه وکړو یا اواز اوچت کړو زندان ته مو اچوي.»
د پخواني جمهوري حکومت معلول نظامیان او د هغوی کورنۍ وايي، په ځلونو یې هڅه کړې چې خپلې دا ستونزې د طالبانو رژیم له ولایتي مسوولینو سره شریکې کړي، خو په خبره یې تر اوسه یې چا ستونزې نه دي اورېدلي.
اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه چې د تېر حکومت د مړو شویو نظامیانو د کورنیو او معلولو سرتېرو د شکایتونو او نیوکو په تړاو کونړ او نورستان کې د طالب چارواکو نظر هم ولري، خو له پرله پسې هلو ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو رژیم مرکزي چارواکو له دې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د خپلو وژل شویو طالب جنګیالیو د کورنیو سربېره د پخواني نظام د مړو شویو سرتېرو کورنیو ته پر وخت خپل حقوق ورکوي.