اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د یوه «سوپر کسټم» ډوله موټر د چپهکېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې پېښه تېر ماښام (جمعه، ۱۲ د غويي) د دولت شاه ولسوالۍ اړوند «زرکمر» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ او د موټر د تخنیکي عوارضو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د پېښې قربانیان ټول نارینه دي او ټپیان د مهترلام روغتون ته لېږل شوي چې ډاکټرانو یې وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې لامل یې تر ډیره د سړکونو خرابوالی، د ترافیکو قوانینو نه مراعات او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.