له پاکستانه تش لاس راشړل شوي کډوال د لوږې او بې سرپنایي تر سیوري لاندې

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په درېیو پړاوونو کې به افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي او دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت وو، چې له دې شمېر یوازې ۲.۲ میلیونه بې اسناده یا ناقانونه کډوال ګڼل کېدل او هغه مهال پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې د امنیتي ستونزو له کبله یوازې ناقانونه کډوال له خپلې خاورې وباسي، خو وروسته یې بیا اعلان وکړ چې د افغان تابعیت کارت لرونکي هم وباسي او دغه لړۍ یې د روان کال د اپریل له لومړۍ نیټې پیل کړې او تر دې دمه یې زرګونه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته راشړلي دي.

د کندهار سپین بولدک کې د طالبانو د کمېسارۍ د معلوماتو له مخې، له کله نه چې پاکستان د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د افغان کډوالو ایستل پيل کړي، هره ورځ پر دې لاره د ۳۰۰ څخه نيولې تر ۴۰۰ کورنیو پورې هېواد ته راستنېږي او د بېلابېلو مرسته کوونکو سازمانونو له‌خوا ورسره مرستې هم کېږي؛ خو کډوال بیا وايي، چې دغه مرستې لنډمهاله دي او دوی اوس د مناسبې سرپناه ترڅنګ کافي خواړه نه لري او له ستونزو کړیږي.

بېرته راستنېدونکي کډوال د پاکستان له‌خوا د ناوړه چلند، مالي تاوان او د انساني حقونو څخه د سرغړونې شکایت کوي او وايي، پاکستاني ځواکونه اجازه نه ورکوله چې کډوال خپلې شتمنۍ له ځان سره انتقال کړي او مجبور شوي چې خپل مالونه په ښکته قیمت وپلوري او د اقتصادي زیان سره بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د هیواد سویل کندهار ولايت ته راغلي کډوال وايي، چې د ژوند له ټولو اړتياوو څخه بې برخې او د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

سیف الله چې د خپلې کورنۍ د شپږ غړو سره پاکستاني پولیسو تش لاس راشړلی، وایي چې د سپین بولدک په دروازه کې د طالبانو حکومت د کډوالو نړيوال سازمان او د ناروي د کډوالو شورا له‌خوا ورسره دومره مرسته وشوه، چې دوه میاشتې یې پرې ګوزاره وکړه، خو په وینا یې چې اوس حیران دي چې څه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې کندهار ښار کې مزدوري نه پیدا کېږي او د کور د کرايي پرته د خوراکي توکو برابرول هم ورته خورا سخت شوي دي.

سیف الله وویل: «کله چې راتلو په دروازه کې زموږ سره مرستې وشوې، ۵۰ زره افغانيو ته رسيدلې هغه کورنۍ چې ډير غړې ولري د هغوی سره ډيرې مرستې کطږي او هغه کورنۍ چې غړې يې کم وي لږ مرستې ورسره کېږي، موږ هره څه بیرته  دلته بیاځلي واخيستل او نوی ژوند مو پیل کړی د مياشتې ۷ زره افغانۍ د کور کرايه راڅخه غواړي، موږ چې ډير کوښښ وکړو دومره پيداکړو چې د خپل کور د ماښام ډوډۍ يې کړو کله چې موږ اول دروازې ته راغلو ډيرې ژمنې يې وکړې، خو اوس يې په یاد هم نه يوهيڅوک کومک نه راسره کوي.»

د راشړل شویو کډوالو په منځ کې شاوخوا ۲۰ سلنه یې ماشومان دي، چې کورنۍ یې زده کړو او روغتیا ته اندیښمنې دي

عمر خوړلی عبدالحکيم چې تازه له پاکستان څخه کندهار ته راستون شوی، د پاکستاني پوځیانو د ناوړه چلند ترخې کېسې کوي او وايي، چې پاکستاني پوځیانو خپلو خلکو ته ویل چې د تلونکو افغانانو شتمنی چور کړي.

دی وايي، چې د لارو پر سر پاکستانی پوليس ولاړ وو او ټول موټر يې تلاشي کول او هيڅ کډوال ته يې اجازه نه ورکوله چې د اړتيا پرته اضافي توکي او د کور سامان افغانستان ته انتقال کړي.

نوموړی زیاتوي، هغه کسان چې په پاکستان کې يې شتمني او توکي لرل ټول يې هلته د خپل اصلي قيمت څخه څلور برابره په ښکته قیمت وپلورل، په داسې حال کې چې د پلورلو اجازه يې هم په ډيرې سختۍ سره ترلاسه کوله.

هغه وايي، خوښ دی چې تر ۳۵ کالو وروسته خپل هېواد ته راغلی، خو زياتوي چې خپل راتلونکي ته  انديښمن دی او هيڅ نه پوهيږي چې د کورنۍ غړې به يې د تعليم او روغتیا ور هاخوا د ژوند لومړنۍ اړتياوې پوره کړي او که نه.

دی د طالبانو پر حکومت او نړيوالې ټولنې غږ کوي، چې د پاکستان څخه راشړل شویو کډوالو سره دې په ټولو برخو کې تر يو وخته مرستې وکړي، ترڅو دلته هېواد کې په خپلو پښو ودریږي.

عبدالحکیم وویل:«هر څه پاکستاني فوځيانو راچور کړل څه چې پاتې وو، په نيم قيمت مو وپلورل هيڅ نه  دي راته پاتې شوي د غاړې په کاليو کې راغلي يو، چې لږ ډير سامان به د چا سره وو، په لاره کې به يې ورڅخه ګرځول ټوله شمتنې مو هلته پاتې شوه، دلته چې راغلي يو هم انديښمن يو ځکه مکتبونه تړلي دي روغتيايي مرکزونه نشته ولاچې دې ته مو هم وارخطا دی چې راتلونکي ډوډۍ به له کومې کومه.»

افغانستان ته په داسې وخت کې له پاکستان څخه د افغانانو جبرې شړل زياتېږي، چې له يوې خوا د طالبانو حکومت له اقتصادي اړخه ناتوانه او له بلې خوا بیا د ډونالډ راتګ سره افغانستان سره کیدونکې مرستې بندې شوي او له روغتيايي سکټورنيولې تر لومړنيو مرستو هره څه په يوه نازک حالت کې قرار لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ  هېواد دی.

د دغه سازمان په خبره چې د امريکا د بشردوستانه مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.

ياد سازمان ويلي، چې په افغانستان کې نږدې پنځلس مېلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي همدا راز درې نیم مېلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او د لوږې ناورین ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی.

راستانه شوي کډوال وایي، چې د طالبانو حکومت او نړیوالې مرستندویه ادارې دې له دوی سره د خوړو او سرپناه په برخه کې مرستې وکړي/ اطلاعات روز ته استول شوی

په کندهار کې د اقتصادي برخې يو تن کارپوه ولي الله همت وايي، چې نړيواله ټولنه او د طالبانو حکومت مسووليت لري چې افغانستان ته دتازه راغلو کډوالو لاسنيوی وکړي.

نوموړی افغانستان  کې له ميشتو سوداګرو غواړي چې په هره اړخيز ډول کډوالو سره مرستو ته دوام ورکړي او ترڅنګ یې کاري فرصتونه ورته پیدا کړي.

نوموړي وویل: «افغان حکومت، نړيواله ټولنه او ملي تجاران په ګډه مسووليت لري چې د تازه راغلو کډوالو  سره  په بېلابطلو برخو کې مرسته وکړي هم باید عاجلې بشرې مرستې ورته ورسول شي او ترڅنګ يې د کاري فرصتونو برخه کې تجاران همکاري وکړي»

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت تازه راستنو شویو کډوالو ته د مرستو رسولو ډاډ ورکوي، خو د نړيوالي ټولنې هم غواړي چې کډوالو ستونزو ته د رسيدو په برخه کې دې د دغې ډلې سره مرسته وکړي.

د طالبانو د ملي ټلويزیون عمومي ريیس قاري محمديوسف احمدي کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې سپین بولدک کې رسنيو سره په خبرو کې ژمنه وکړه، چې طالبان به تر خپلې وسې تازه راستنيدونکو کډوالو ته رسيدنه وکړي.

بلخوا د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له پاکستانه د راستنیدونکو افغان کډوالو وضعیت یو ناورین بللی او دوی سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.