په ننګرهار او نیمروز کې «نامعلومو وسله والو» دوه تنه په ډزو وژلي

اطلاعات روز: په ننګرهار او نیمروز کې ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولایتونو کې «نامعلومو وسله والو» یو ۲۸ کلن ځوان او یو ۴۰ کلن سړی په ډزو وژلي دي.

ننګرهار کې سرچینې وایي، چې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۷ د غویي) د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «چمتلې» سیمه کې نامعلومو وسله والو د احسان الله په نوم یو ځوان وژلی دی.

د وژل شوي ځوان د کورنۍ غړی پيرمحمد زیاتوي، چې احسان الله ۲۸ کاله عمر درلود او کور ته څېرمه د وسله والو تر برید لاندې راغلی او د ژورو ټپونو له امله یې روغتون کې ساه ورکړې ده.

د هغه په خبره له چا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهیږي چې د کورنۍ غړی یې د چا له خوا وژل شوی.

په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد هم پېښه تایید کړې او په وینا یې، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به یې عاملین ونیول شي.

ورته مهال نيمروز کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت د دلارام ولسوالۍ اړوند «چینو» سیمه کې نامعلومو کسانو د حیدر په نوم يو ۴۰ کلن کس مخامخ په ډزو کې وژلی دی.

سرچینه څرګندوي، چې ياده پيښه د شخصې دښمنۍ له  امله رامنځته شوې او حیدر شاوخوا ۸ مياشتې مخکې په دغه سيمه کې د يوې بلې کورنۍ غړی د چړې په ګوزارونو وژلی و. د سرچینې په وینا، د حیدر ورور له همغه راهیسې په زندان کې دی.

سرچينې زياتوي، چې د دغه تازه قتل په تور طالبانو درې کسان نيولي دي.

نیمروز کې د طالبانو امنیې قومندانۍ دغه پیښه تاییدوي او وایي، چې پیښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې.

له دې وړاندې هم د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي، چې طالب مسوولین یې تر ډېره لامل شخصي دښمني، کورنی تاوتریخوالی او نور لاملونه یاد کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه