اطلاعات روز: د افغانستان په دایکندي ولایت کې سرچینې وايي، د دې ولایت اته تنه اوسیدونکي چې د تاجکستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې یې کار کاوه، په کان کې د چاودنې له امله مړه شوي دي.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه چاودنه تېره ورځ (جمعه، ۱۹ د غویي) ماسپښین ۱:۳۰ بجه د تاجکستان د سغد ولایت د عینې ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې شوې ده. سرچینې د چاودنې لامل په کان کې د ګازو راټولېدل یاد کړي دي.
په دایکندي کې سرچینې وايي، چې د قربانیانو له ډلې پنځه یې د شهرستان ولسوالۍ، دوه یې د میرامور ولسوالۍ او یو یې د اشترلې ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
یوې سرچینې وویل، چې د کاظم بیګي په نوم یو قرباني د کابل پولي تخنیک پوهنتون فارغ و.
د قربانیانو یو خپلوان وویل، چې یوه قراردادي شرکت کارګران د ډبرو سکرو په کان کې د کار کولو لپاره تاجکستان ته بولي وو.
د تاجکستان چارواکو او د دې هیواد رسنیو تر اوسه د دې پیښې په اړه معلومات نه دي ورکړي.