اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د لامبو وهلو پر مهال یو ځوان اوبو ډوب کړی او جسد یې لا تراوسه نادرکه دی.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دغه ځوان عمران نومیده او تېره ورځ (شنبه، ۲۰ د غویي) د قرغیو ولسوالۍ اړوند کابل سیند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی دی.
د نوموړي په خبره یاد کس په اصل د کابل اوسېدونکی دی چې ننګرهار ته له خپلو ملګرو سره په چکر راوتلی و، چې سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د هغه په خبره د یاد ځوان د جسد د پیدا کېدو هڅې یې پیل کړي، خو لا تراوسه نه دي بریالي شوي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې ځوانان اوبو کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي چې ځینو یې پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هوا په ګرمېدو سره زیاتره ځوانان سیندونو ته د لامبلو وهلو په موخه ځي چې ډیر کله د بې احتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.