ISAF photo by Staff Sgt. Jeffrey Duran, U.S. Army

پخوانیو برېتانوي سرتېرو په افغانستان کې د خپلو همکارانو د «جنګي جنایتونو» په اړه شاهدي ورکړې

اطلاعات روز: د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانیو سرتېرو د کلونو چوپتیا ماته کړې او په افغانستان او عراق کې یې د خپلو همکارانو د «جنګي جنایتونو» په اړه شاهدي ورکړې.

د انګلیسي بي بي سي له راپور سره سم، پخوانیو سرتېرو د لومړي ځل لپاره د خپلو سترګو لیدلي حال په اړه ویلي چې د ځانګړو ځواکونو «ایس آ ایس» غړو بې وسلې کسان په خوب کې وژلي او د ماشومانو په شمول یې نیول شوي کسان په داسې حال کې وژلي چې لاسونه یې تړلي وو.

د دې واحد یو پخوانی سرتېری چې په افغانستان کې جنګېدلی، وایي: «دوی د تازه ځوانانو لاسونه ور وتړل او ډزې یې پرې وکړې. هغه یو ماشوم و، حتا د جګړې کولو عمر ته هم نه و رسېدلی». دې پخواني سرتېري ویلي چې د نیول شویو کسانو وژل «یوه عادي چاره وه».

د بي بي سي په وینا، د بریتانیا سلطنتي دریایي ځواکونو (ایس بي ایس) په لومړي ځل د ملکي وګړو په وژلو او ژوبلولو تورن شوي دي.

یو بل پخوانی سرتېری چې په دې لړ کې یې خدمت کړی دی، ویلي چې ځینو ځواکونو «اوباش ذهنیت» درلود او په عملیاتو کې یې چلند «وحشیانه» و.

د جګړییزو قوانینو عمدي نقض

عینی شاهدانو چې نه یې غوښتل نومونه یې ښکاره شي، بي بي سي ته ویلي چې د جګړې قوانین د بریتانیا تر ټولو غوره ځواکونو له خوا په عراق او افغانستان کې د عملیاتو پر مهال په دوامداره او قصدي توګه نقض شوي.

دا قوانین وایي چې په جګړییزو عملیاتو کې یوازې هغه وخت په قصدي توګه خلک وژل کېدای شي چې د بریتانیایي سرتېرو یا نورو کسانو ژوند ته مستقیم ګواښ وي. خو عینی شاهدانو ویلي چې د «ایس اې ایس» او «ایس بي ایس» ځانګړو واحدونو غړو خپل قوانین عملي کول.

یوه سرتېري ویلي چې که دوی د خلکو د وژلو په نیت عملیاتو ته تلل، نو د نیولو لپاره هېڅ هڅه نه کېده.

هغه ویلي: «ځینې وختونه مو څېړنه کوله چې هدف مو پیدا کړی، د هغوی هویت مو تاییداوه، بیا مو پرې ډزې کولې. ډېری وخت سکادران یوازې تلل او ټول هغه نارینه یې ووژل چې هلته یې موندل.»

یوه شاهد چې له «ایس اې ایس» سره یې خدمت کړی، ویلي چې د خلکو وژل داسې کار کېدلای شي چې یو څوک په «روږدی» شي او په افغانستان کې د نخبه ډلې ځینې غړي د دې احساس له امله مست وو، «ډېر رواني قاتلان موجود وو».

هغه ویلي: «په ځینو عملیاتو کې، ځواکونه د مېلمستون ودانیو ته تلل او هلته یې ټول وژل. دوی تلل او پر ټولو هغو کسانو یې ډزې کولې چې هلته به ویده وو.»

د «ایس بي ایس» واحد یوه غړي بي بي سي ته ویلي چې دوی به یوه سیمه تر کنټرول لاندې راوستله، بیا به یې ساحه پاکوله او پر هر هغه چا به یې ډزې کولې چې پر ځمکه و، جسدونه به یې څېړل او هر څوک چې ژوندی و، واژه به یې.

د هغو زخمیانو قصدي وژنه چې ګواښ نه وي، د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی. خو یوه بریتانیایي پخواني سرتېري د پانوراما پروګرام ته ویلي چې زخمي کسان به په معمول ډول وژل کېدل.

د عینی شاهدانو په وینا، بریتانیایي ځواکونو به پر وژل شویو جسدونو وسله ایښوده ترڅو په هغو عکسونو کې چې معمولا د ځانګړو ځواکونو له خوا اخیستل کېدل، داسې ښکاره شي چې هغوی وسلوال وو.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې دوی «په بشپړه توګه ژمن» دي چې د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه د روانو تحقیقاتو ملاتړ وکړي او له ټولو پخوانیو سرتېرو غواړي چې که معلومات لري، وړاندې یې کړي.

دې وزارت په خپل بیان کې ویلي چې «د ادعاوو په اړه د نظر څرګندول مناسب نه دي».

د ملکي وګړو د وژنې په اړه د کرزي اندیښنې

«پانوراما» پروګرام هم په لومړي ځل افشا کړې چې د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ډیویډ کامرون د خپلې دورې پر مهال څو ځله خبرداری ترلاسه کړی و چې بریتانیایي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې ملکي وګړي وژني.

ډیویډ کامرون د ۲۰۱۰ کال له جون څخه د ۲۰۱۳ کال تر نومبر پورې د لومړي وزیر په توګه اووه ځله افغانستان ته سفر کړی و.

د ډېرو هغو کسانو په وینا چې د کامرون او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غونډو کې موجود وو، کرزي څو ځله د ملکي وګړو د وژنې په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنگین دادفر سپنتا پانوراما ته ویلي چې ښاغلي کرزي «په دوامداره او تکراري توګه دې موضوع ته اشاره کوله».

سپنتا ویلي چې کامرون د هغو ادعاوو په اړه چې د بریتانیایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ماشومانو په شمول د ملکي وګړو د وژنې په اړه وې، شک نه درلود.

د کامرون ویاند پانوراما ته ویلي چې «تر هغه د ښاغلي کامرون په یاد دي، د ولسمشر کرزي لخوا مطرح شوې موضوعات عموماً د ناټو ځواکونو په اړه وو او «د بریتانیایي ځانګړو ځواکونو په اړه کومې مشخص پیښې نه وې مطرح شوې.»

دې ویاند همدارنګه ویلي، « ښه خبره داده چې د رسمي تحقیقاتو پایلو ته انتظار وکړو» خو زیاته کړې یې ده چې «هره هغه ادعا بې معنا ده چې وایي ښاغلي کامرون جدي جنایي اتهامات پټ کړي دي.»