ریچارډ بینټ غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د «جنګي جنایت» له عاملینو باید پوښتنه وشي

UN Photo/Jean Marc Ferré

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په افغانستان او عراق کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د یو شمېر غړو د شاهدۍ په غبرګون کې چې د خپلو همکارانو د «جنګي جرمونو» په اړه یې ورکړې، د دې جرمونو د عاملینو د پوښتلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بینټ نن (دوشنبه، ۲۲ د غوایي) په ایکس کې د بي بي سي د پانوراما برخې راپور «ټکان ورکوونکی» بللی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي همدارنګه د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د عدالت د تأمین غوښتنه کړې ده.

د بي بي سي پانوراما برخې په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو ځینو پخوانیو غړو کلونه وروسته چوپتیا ماته کړې او د خپلو همکارانو د «جنګي جرمونو» پر وړاندې یې شاهدي ورکړې.

د دې راپور له مخې، دې پخوانیو سرتېرو ویلي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو بې وسلې کسان په خوب کې وژلي او نیول شوي کسان یې په تړلو سترګو سره وژلي دي.

یو پخوانی بریتانیایي سرتېری چې په افغانستان کې یې جګړه کړې، شاهدي ورکړې چې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو «یو تنکي هلک ته ولچکې واچولې او بیا یې پرې ډزې وکړې. هغه په ښکاره توګه یو ماشوم و، حتی د جګړې عمر ته هم نږدې نه و».

دې پخواني سرتېري زیاته کړې چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د نیول شویو کسانو وژل «په یوه عادي کار بدل شوي و».

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې د جنګي جرمونو ادعا کلونه وړاندې مطرح شوې او په دې اړه تحقیقات روان دي.

مګر له دې سره-سره، د دې څېړنو له مخې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پر خلاف د جرم اعلان نه دی شوی او نه یې هم پر اساس د قربانیانو حقونه تأمین شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه