اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ زهر خوړلي او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۲ د غویي) د کامې ولسوالۍ اړوند «دارګلۍ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې دغه نجلۍ ۱۹ کاله عمر درلود او زینب نومېده، خو تراوسه کوژده شوې نه وه، چې د کورني تاوتریخوالۍ له امله یې زهرجن درمل خوړلي او ځانوژنه یې کړې ده.
بلخوا ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې تراوسه معلومه نه ده چې دغې نجلۍ ولې ځانوژنه کړې ده.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځانوژنې او ورته پېښې زیاتې شوې دي.
کورنی تاوتریخوالی، په بدو کې او کم عمرۍ کې د نجونو ودول، د کورنۍ بې پروایي، وزګارتیا او بېوزلي هغه لاملونه ګڼل کېږي چې له امله هېواد کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې ویلي و، چې د تېر په پرتله هېواد کې د ښځو ځانوژنې او په ناقانونه توګه د دوی وژنې، انسان تښتونې او په زندانونو کې شکنجه صفر ته رسېدلې ده.