Photo: OCHA

د مرستې رسونې بودیجه کې د پام وړ کمښت؛ اوچا: ۱۲.۵ میلیونه وګړو ته رسیدګي لومړيتوب لري

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې د بودیجې د پام وړ کمښت له امله د مرستې رسونې بهیر یو ځل بیا د لومړیتوب پر اساس تنظیم شوی دی.

اوچا نن (سې‌شنبه، ۲۳ د غویي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې لومړنۍ موخې د ۱۲.۵ میلیونه وګړو اړتیاوو ته رسیدګي ده.

دې بنسټ ویلي، چې ډېرو اړمنو ته د رسیدګۍ لپاره ۱.۶۲ میلیارده ډالریزې بودیجې ته اړتیا ده.

اوچا د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې د ټولې مرستې رسونې لپاره د ۲.۴۲ میلیارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان سره مرستې کمې شوې دي. امریکا چې له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی و، د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته یې له دې او نورو فقیرو هیوادونو سره خپلې مرستې درولې دي.

په عین مهال کې له ایران او پاکستان څخه هم د کډوالو شړل دوام لري چې له امله یې وضعیت نور هم سخت شوی دی.