ننګرهار کې د واده موټرو ټکر کې دوه تنه مړه او ۷ نور ټپيان شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او د شاه او ناوې په ګډون اووه تنه ټپي شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا پېښه نن (دوشنبه، ۹ د وري) شاوخوا دولس بجې د بهسودو ولسوالۍ د سرخ دیوال په سیمه کې شوې ده.

د خوږیاڼي په خبره په دې پېښه کې د ناوې او شاه موټر له یوه بل «کرولا» ډوله موټر سره ټکر کړی او له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وینا په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه مړه شوي او د ناوې او شاه په ګډون ۴ میرمنې او درې نارینه ژوبل شوي دي. نوموړي وایي، د ټپي مېرمنو روغتیایي حالات د ډاډ وړ دی.

خوږیاڼي زیاته کړه: «نن شاوخوا دولس بجې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د واده د موټرو د ټکر له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې دوه تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي. په ټپيانو کې ناوې او شاوو هم شامل دي.»

د ښاغلي خوږیاڼي په خبره یاده پېښه د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته