نا څرګنده وسلوالو کونړ کې یو کان کیندونکی په ډزو وژلی

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې ناپېژانده وسلوالو د دې ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یو ځوان د کان کیندنې پرمهال په ډزو وژلی.

سرچینه وایي، دا ځوان تېره ورځ (پنجشنبه، ۲۵ د غوایي) د چپې درې ولسوالۍ د «کنډۍ» سیمې په «دېګل» کان کې وژل شوی.

سرچینې ویلي چې وژل شوی کان کیندونکی تقي الدین نورستاني نومېده او د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ د ژنچیګل سیمې اوسېدونکی و.

سرچینې د دې پېښې د لامل په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو هم د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.