لغمان کې یو طالب یوه کور ته د اوښتو پر مهال وژل شوی

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د علینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو یو غړی یوه کور ته د اوښتو پر مهال د کور د خاوند له لوري په ډزو وژل شوی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه وړمه شپه (پنج شنبه، ۲۵ د غویي) د علینګار ولسوالۍ اړوند «سلینګار» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په خبره وژل شوی طالب جمیل احمد نومیږي چې د یادې ولسوالۍ په استخباراتو کې یې دنده درلود او په اصل د مفتي ضیا الله سنګري له ډلې څخه و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې تراوسه څرګنده نه ده چې دغه طالب سرتیري په څه موخه غوښتل چې یاد کور ته په پټه واوړي، خو ځایي طالبانو د کور خاوند نیولی او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.

له دې وړاندې په کونړ ولایت کې هم د طالبانو یو ځایي قومندان د شپې لخوا یوه کور ته د اوښتو پر مهال د کور د خاوند له لوري په ډزو وژل شوی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو د طالبانو د غړو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره د طالبانو خپلمنځي اختلافات بلل کېږي.