د خوړو نړیوال پروګرام: له یو میلیون وګړو سره مرسته کولای شو

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې د بودیجې د سخت کمښت له امله سږ کال په دوبي کې د «فاجعه‌ناکې لوږې» د مخنیوي لپاره یوازې له یو میلیون وګړو سره مرسته کولای شي.

دا په داسې حال کې چې د دې ادارې په وینا، درې میلیونه وګړي ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو پر مهال د سختو اسیب پذیره کورنیو د ملاتړ لپاره ۴۵۱ میلیونه ډالرو بودیجې ته په بېړنۍ توګه اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي، چې د بودیجې د پام وړ کمښت له امله د مرستې رسونې بهیر د لومړیتوب له مخې ترتیب شوی او له ۲۲ میلیونه وګړو څخه ۱۲.۵ میلیونه وګړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

دې بنسټ ویلي، چې ډېرو اړمنو وګړو ته د مرستې رسونې لپاره ۱.۶۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو بهیر روان دی او دا چاره وضعیت نور هم بدتروي.