طالبانو له ننګرهاره خپرېدونکې «مینه مجله» بنده کړه

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د چاپیدونکې «مينه مجلې» مدیر مسوول عزت الله ځواب وایي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د «مینې مجلې» پر فعالیت، خپرېدو، چاپ او خرڅلاو بندیز لګولی دی.

هغه زیاتوي، د یاد وزارت اړوند د کتابونو د کمېسیون له لوري د ممنوعه کتابونو هغه لېست چې کتاب پلورنځیو ته سپارل شوی، په ۸۱ یمه شمېره کې یې «مینه مجله» هم یاده شوې چې پر خپرېدو یې بندیز لګېدلی دی.

ځواب وویل: «د ممنوعه کتابونو هغه لېست چې کتاب پلورنځیو ته سپارل شوی په ۸۱ شمېره کې مینه مجله هم شامله ده، چې فعالیت یې بند شوی دی.»

د نوموړي په خبره کلونه وشول چې ده په «مینه مجله» کې د ولسونو د خوښې وړ ادبي، هنري، عشقي او ځینې سياسي مطالب خپرول، خو دا مهال د ممنوعه کتابونو په لېست شامله شوې او له همدې امله یې خپل فعالیت هم درولی دی.

د ځواب په وینا تر دې مهاله د یادې مجلې ۸۹ ګڼې چاپ شوي چې درې یې یوازې د طالبانو د حکومت پر مهال وې.

 بلخوا خبریالانو، شاعرانو او لیکوالانو هم د «مینې مجلې» پر بندیدو خواشینې ښکاره کړې او په خبره يې، مینه مجله د ولسونو وه او د لیوالتیا وړ مطالب په کې خپریدل.

هغه لېست چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري له رسنیو سره شریک شوی، پکې د ۸۵ کتابونو او مجلو نومونه راغلي، چې پر فعالیت یې بندیز لګیدلی دی.

طالبانو له دې وړاندې هم پر نږدې ۴۰۰ هغو کتابونو بندیز لګولی وو، چې په خبره یې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف دي.