اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې ناڅرګندو کسانو د دغه ولایت په پېج درې ولسوالۍ کې یو ۱۷ کلن ځوان لومړی وژلی او بیا یې ترې سر او پښې پرې کړي دي.
یوې سرچینې وویل، چې دا تنکی ځوان چې سردارولي نومېده تېره شپه (یکشنبه، ۲۸ د غویي) د پېج درې ولسوالۍ په «سندرۍ» سیمه کې وژل شوی.
سرچینه زیاتوي، چې سردارولي د ښوونځي زده کوونکی و او تر وژل کېدو وروسته یې جسد په بوجۍ کې اچول شوی او سیند کې غورځول شوی و.
سرچینې د دې پېښې د انګېزې او قاتلینو د نیولو په تړاو څه ونه ویل.
تر اوسه کونړ کې ځایي طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځایي سرچینې وایي چې طالبانو یې د وژنې په تور دوه کسان چې زوی او پلار دي نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې هم نا څرګندو وسله والو یو کس په ډزو وژلی و.
په دې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د پټو وژنو، ناامنیو او جنایي پېښو ګراف لوړ شوی چې خلک یې د مخنیوي په برخه کې طالبان پر بې غورۍ تورنوي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید