د سمنګان د ډبرو سکرو کان کې چاودنې د اووه کان کیندونکو ژوند واخیست

اطلاعات روز: په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله اووه کان کیندونکي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني وایي، چې دا چاودنه تېره شپه (سې شنبه، ۳۰ د غویي ) د دره صوف پایین ولسوالۍ د ګوله کلي په یوه تونل کې شوې ده.

د هغه په ​​وينا، په چاودنه کې اووه کارګرو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان دي.

د چاودنې د لامل په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

رحماني زیاته کړې، چې ټپیان روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي او د قربانیانو جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

طالب چارواکو د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د هیواد د ډبرو ډبرو سکرو په کانونو کې ښويېدنې، چاودنې او ګاز نیونې هغه مرګوني پېښې دي چې ډیر کله د هیواد والو ژوند اخلي او په دې برخه کې د پاملرنۍ کوم اقدامات نه دي شوي.

سږ کال، د سمنګان، بدخشان او تخار په کانونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي.

د کانونو غیر مسلکي استخراج او د خوندیتوب احتیاطي تدابیرو نه مراعات کول د دې پیښو اصلي عوامل بلل کېږي.