اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس او ځایي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې درېیو کسانو ژوند بایللی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې لومړۍ پیښه نن (پنج شنبه، ۱ د غبرګولي) د سره رود ولسوالۍ اړوند «پېرباغ» سیمه کې رامنځته شوې.
د هغه په خبره پېښه هغه مهال شوې چې یو ډاډسن موټر له یو بل باروړنکي موټر سره ټکر کړی او پر مهال یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال یوه بله سرچینه وایي، چې دوېمه پیښه د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره د بهسودو اړوند «بلند غر» سیمه کې د دوو ریکشو ترمنځ شوې، چې پر مهال یې دوه کسانو خپل ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي.
په دغه ترافیکي پیښو کې د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د معلوماتو له مخې دواړه ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعات کول هغه لاملونه دي چې له امله یې ډېر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.