اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او یو بل ټپي شوی.
یوې سرچینې وویل، چې دا پېښه تېره ورځ (پنج شنبه، ۱ د غبرګولي) غرمه مهال د څوکۍ ولسوالۍ په «ګټو قلعه» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، دغه پېښه د تراکتور، سراچه موټر او بایسکل د ټکر له امله را منځته شوې او پر مهال یې درې تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د سرچینې په وینا، چې په مړو شویو کې دوه تنه د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې کونړ ته د غنمو د تهرېشر لپاره ورغلي وو.
تر اوسه کونړ کې طالب چارواکو د دغې ترافیکي پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کې د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی او لامل یې تر ډیره خراب سړکونه او بې احتیاطي بلل کېږي.