Photo: Corporal Andrew Morris (RAF)

یوه برېتانوي افسر تر یو زر او ۵۰۰ د زیاتو افغان وګړو د بیا میشتیدنې غوښتنلیکونه رد کړي دي

اطلاعات روز: د بریتانیا دفاع وزارت په ډاګه کړې ده چې د دې هیواد د ځانګړو ځواکونو یوه افسر په شخصي توګه د یو زر او ۵۸۵ هغو افغان وګړو د بیا میشتیدنې غوښتنلیکونه رد کړي چې له بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی و او د هغوی غوښتنلیکونه له «معتبرو لاسوندونو» سره-سره رد کړل شوي.

د بي بي سي له راپور سره سم، د بریتانیا دفاع وزارت د دې اسنادو موضوع د پنجشنبې په ورځ (۱ د غبرګولي) په محکمه کې ډاګیزه کړې.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې دې افسر د ۲۰۲۳ کال د وړي پر مهال هغه غوښتنلیکونه رد کړي چې ده ته راجع شوي دي.

دې وزارت په محکمه کې ویلي، ممکنه ده چې دا افسر په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنایت په تړاو له څېړنو سره تړاو ولري.

د بریتانیا دفاع وزارت د دې افسر هویت نه دی ښوولی او د هغه پرېکړه یې «ټکان ورکوونکې» بللې.

دا په داسې حال کې چې د بي بي سي پانوراما څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یو شمېر سرتېرو د کلونو چوپتیا ماته کړې او په افغانستان کې یې د خپلو همکارانو د «جنګي جنایتونو» په تړاو شاهدي ورکړې.

له دې راپور سره سم، دې پخوانیو سرتېرو ویلي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو بې وسلې خلګ په داسې مهال کې وژلي چې ویده وو او نیول شوي کسان یې هم په داسې حال کې وژلي چې سترګې او لاسونه به یې تړلي وو.

د بي بي سي له راپور سره سم، دا غوښتنلیکونه په داسې مهال کې رد شوي چې په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو د تورونو په تړاو عمومي څېړنه پیل شوې.

بي بي سي لیکلي چې شونې ده د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو افغان همکاران دې هیواد ته د انتقال په صورت کې د شاهد په توګه محکمې ته وغوښتل شي.

په بریتانیا کې د افغان وګړو د بیا میشتیدنې د ډلې رییس ناتالي مور په محکمه کې ویلي چې د افغانستان وګړو د غوښتنلیکونو د «خپلسرې او ډلییزې ردونې» سیاست اندېښمن کړی دی.