اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د نښترو په یوه ځنګل کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا دیرش هکتاره ځنګل سوځېدلی.
د کونړ ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست د زیانونو د اروزنې طالب مدیر احسان الله احسان وایي، دا اور وړمه ورځ (پنجشنبه، ۱ د غبرګولي) د څوکۍ ولسوالۍ د «دېوه ګل» درې د «لام کنده» سیمې د نښترو په ځنګل کې لګېدلی.
احسان الله احسان ویلي، اور په درېیمه ورځ د سیمهییزو خلکو او طالب مسوولینو له لوري مهار شوی دی.
نوموړي د اورلګېدنې لامل په ډاګه نه کړ؛ خو زیاتوي چې ډېری مهال دا ډول اور لګېدنې په ځنګلونو کې د شپونکو د بې غورۍ له امله را منځته کېږي.
دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هر کال د کونړ او نورستان په ګڼو ځنګلونو کې پراخې اور لګېدنې را منځته کېږي او د مخنیوي په برخه کې یې د طالبانو رژیم پر بې غورۍ تورنېږي.