اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې ملي امنیت د داعش ډلې د جلب او جذب او اکمالاتو غړي نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۱۰ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د ملي امنیت اړوند «۰۲ قعطې» ځواکونو د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولتزیو سیمه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د هدفي وژنو او جلب او جذب غړی نورحمن او د اکمالاتو غړی قاري عبید نیول شوي دي.
د خوږیاڼي په وینا نورحمن د هدفي وژنو ترڅنګ داعش ډلې ته تنکي ځوانان جذب کول او قاري عبید داعش ترهګرې ډلې ته اکمالات کول.
خوږیاڼي زیاته کړه: «تېره شپه ملي امنیت د داعش ډلې دوه مهم غړي نیولي چې یو په کې د جلب او جذب او بل یې د اکمالاتو غړی دی دوی تیره شپه چپرهار کې د عملیاتو پرمهال نیول شوي.»
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
