پکتیا ولایت کې ۱۳ ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

پکتیا کې د یوې حوزې درې کارکوونکي ناڅرګنده وسله والو وژلي

اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، ناڅرګنده وسله والو د دې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د څلورمې امنیتي حوزې درې کارکوونکي په ډزو وژلي دي.

د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري د پېښې په تاييد اطلاعات روز ته وويل، چې دا پېښه نن (سه شنبه، ۱۰ د وري) سهار شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل، د هدفي وژنو په دوام نن سهار په مرکز ګرديز کې د څلورمې امنيتي حوزې اړوند رباط سیمه کې مخ پټو وسله والو د حوزې درې کارکوونکي په ډزو وژلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې د حوزې يو تن کارکوونکی، اشپز او موټرچلوونکی شامل دي. د پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.