اطلاعات روز: په کندهار ولايت کې ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې ياده پيښه پرون (پنجشنبه، ۱۵ د غبرګولي) د ارغستان ولسوالۍ په «بادزي چمن» کلي کې شوې ده.
سرچينې د وژل شوي ځوان نوم محمد سرور ياد کړی دی او ويلي یې دي چې د دې کس عمر ۲۴ کاله و.
سرچینې ویلي چې نوموړی بزګر و او په خپل باغ کې یې ځان ځړولی دی.
طالبانو تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نه دې ويلي.
دا په داسي حال کې چې په هېواد کې د خراب اقتصادي وضعيت، ذهني ناروغیو او کورني تاوتریخوالي له امله وخت ناوخته خلګ ځان وژنې کوي.