کونړ کې په دوو ترافیکي پېښو کې یوولس کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وایي، لومړۍ پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۱ د غبرګولي) د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په «ناوه پاس» سیمه کې له سړک څخه د یوه سراچه ډول موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې موټر چلوونکی مړ او درې کسه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره، دا کسان له ننګرهار ورغلي سیلانیان وو.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په «کلیمو» کلي کې هم ترافیکي پیښه رامنځته شوې چې له امله یې اووه کسان ژوبل شوي دي.

سرچینو د ټپیانو د روغتیایي حالت په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو په دې اړه څه ویلي دي.

د لوی اختر په څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګڼو ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي چې لامل یې تر ډېره ت موټر چلوونکو بې احتیاطي او د لارو خرابوالی بلل کېږي.