کونړ او ننګرهار کې د سیند اوبو درې کسان ډوب او مړه کړي

اطلاعات روز: کونړ او ننګرهار کې ځایي سرچینې او طالبان خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د سیند اوبو کې د لامبو پر مهال درې کسان ډوب او مړه شوي دي.

کونړ کې یوې سرچینې وویل، چې تېره روځ (چهارشنبه، ۲۱ د غبرګولي) د دې ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په مناګي سیمه کې د سیند اوبو دوه کسان وړي دي.

سرچینه وایي، لومړنی کس له کندهاره راغلی سیلاني و، چې د سیند په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او اوبو له ځانه سره یوړ چې د ژغورنې لپاره یې بیا د محمد ساپي په نوم یوه ځایي ځوان اوبو ته و ټوپ کړ چې هغه هم پسې اوبو لاهو کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د کندهاري سیلاني جسد موندل شوی، خو د ځایي ځوان محمد ساپي جسد لا هم نه دی موندل شوی.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه کونړ کې ځایي طالب مسوولینو څه نه دي ویلي.

ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو محلي مسوولین وایي، چې تېره ورځ د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د کونړ سیند کې یو کس د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند سید طیب حماد وایي، چې مړ شوی کس اباسین نومېږي او د ګوشتې ولسوالۍ د «اړخي» کلي اصلي اوسېدونکی دی.

هغه زیاتوي، مړ شوی کس کامې ولسوالۍ ته له خپلو ملګرو سره په چکر راوتلی و، چې د همدې ولسوالۍ په «ګرداب» سیمه کې د کونړ سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د اوړي موسم په را رسېدو په ختیځو ولایتونو کې د سیند په اوبو کې د لامبو پر مهال ګڼ کسان ډوب او مړه کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته