پر کونړ د پاکستاني پوځیانو بریدونه؛ یو تنکی ځوان ووژل شو

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت پر دانګام ولسوالۍ پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې یو تنکي ځوان وژل شوی دی.

سرچینه وایي، دا بریدونه پرون (پنجشنبه،  ۲۲ د غبرګولي) ماښام مهال پیل شوي وو او تر نن ماسپښین یې دوام درلود.

د سرچینې په خبره؛ د دغو توغندیزو بریدونو په پایله کې نن سهار د دانګام ولسوالۍ په «دوبندو» سیمه کې د داود خان په نوم یو تنکی ځوان لګېدلی او مړ شوی چې نن مازیګر یې جنازه اداء شوه.

سرچینې د دغو بریدونو د نورو مالي او ځاني زیانونو په تړاو نور جزیات شریک نه کړل.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو هم د پاکستاني پوځیانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ځلونو پاکستاني پوځیانو هوایي او توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې درانه مالي او ځاني زیانونه رسېدلي.