ننګرهار کې امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مومندرې ولسوالۍ کې پولیسو په «ټېلر» موټر کې ګڼ شمیر وسلې او مهمات نیولي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان نن (سه شنبه، ۲۰ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پولیسو یې تیره ورځ مومندرې ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د ټېلر موټر په ټیرونو کې ۵۲ ډوله تفنګچې، د کلاشینکوف مرمۍ او نور مهمات نیولي دي.
فرید خان وایې، د یادو وسلو د لېږد په تور دوه تنه نیول شوي هم دي. فرید خان زیاته کړه: «پولیسو مومندرې ولسوالۍ کې په یو ټېلر موټر کې ۵۲ میله توفنګچې او نور مهمات ترلاسه کړي.»
ننګرهار چې د هېواد ختیځ کې یو ناامنه ولایت دی، په ځینو سیمو کې یې دولت ضد وسله وال فعالیتونه کیږي.