د ایران او اسراییلو شخړه؛ د لوړپوړو نظامي چارواکو په ګډون په ایران کې لږ تر لږه اتیا تنه وژل شوي

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د ایران او اسراییلو تر منځ په شخړه کې چې پر یوه-بل توغندیز ګوزارونه کوي، تر دې مهاله په ایران کې لږ تر لږه د ۸۰ تنو د وژل کېدو او شاوخوا ۳۲۰ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی او په عین مهال کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نورو سختو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

د تېرو دوو ورځو (۲۳ او ۲۴ د غبرګولي) په اوږدو کې ایران او اسراییلو یو پر بل ګڼ بریدونه کړي دي چې د الجزیرې ټلویزون په وینا، ایراني چارواکو تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا ۸۰ تنو وژل کېدل تایید کړي دي.

بل لور ته د ایران رسمي دولتي رسنۍ ایرنا پر اسراییلو د «صادق ۳» په نوم د عملیاتو خبر ورکړی دی او د ایران د پوځ یوه جګپوړي چارواکي جنرال احمد واحدي ویلي چې عملیات به تر هغو روان وي چې اړتیا یې وي.

اسراییلي چارواکو هم ویلي چې د ایران له لوري پرې سلګونه توغندي او بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي چې په دې لړ کې شاوخوا درې تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۰ نور ژوبل دي.

له رسنیزو راپورونو سره سم چې پر ایران د اسراییلو د برید په نوې څپه کې د ایران په شاوخوا لسو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په عین مهال کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران بریدونو ته په غبرګون کې ګواښ کړی چې «تهران به وسوځوي» او «تر اوسه چې کوم څه شوي دي، له هغه سره هیڅ د پرتلې نه دي چې ورته پېښ به شي.»

مګر ایراني چارواکو هم ویلي چې د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې به یې غچ اخیستونکي ګوزارونه دوام کوي.

بل لور ته ایراني رسنیو نن د ورځې په اوږدو کې راپور ورکړ چې د دې هیواد دوه لوړپوړي چارواکي د اطلاعاتو مرستیال غلام رضا محرابي او د د دې هیواد د وسلوالو ځواکونو د عملیاتو مرستیال مهدي رباني د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.

اسراییلو نن سهار هم په ایران کې پر ګڼو موخو بریدونه وکړل او لږ تر لږه څلور لوړپوړي نظامي چارواکي او شپږ تنه ساینسپوهان یې ووژل.

ایران تېره شپه د اسراییلو له لوري تر بریدونو وروسته پر اسراییلو خپل توغندیز بریدونه پیل کړل.

د نړۍ بېلابېلو هیوادونو له دواړو اړخونو د زغم غوښتنه کړې، مګر د دې هیوادونو چارواکو ویلي چې پر یوه-بل به یې بریدونه روان وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه