Photo: Social Media

ننګرهار کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله درو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي چې په کامې ولسوالي کې د یوې پخوانۍ ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی او د یوې نجلۍ په ګډون دوه نور ټپيان دي.

د دې ولایت امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد ویلي چې دا پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۵ د غبرګولي) د کامې ولسوالي «میرزا‌خېلو» کلي کې شوې او قربانیان دوه وروڼه او یوه خور دي چې عمرونه یې د ۸ – ۱۰ – ۱۲ کلونو تر منځ دي.

د حماد په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې ماشومانو په دې ناچاودې سرګلولې لوبې کولې.

نوموړی زیاتوي، ټپي ماشومان د درملنې په‌پار د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتـیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د «هالوټرسټ» په نامه د ماین پاکۍ یوې موسسې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان د نړۍ په سطحه تر اوکراین وروسته دویم هیواد دی چې په ناچادو توکو ککړ دی او په کې ۶.۴ میلیونه کسان د ناچاوده توکو له خطر سره مخ دي.