UN Photo / Jean Marc Ferré

ریچارډ بېنټ نن د بشري حقونو شورا ته خپل نوی راپور وړاندې کوي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، چې خپل نوی راپور به نن ورځ (دوشنبه، ۲۶ د غبرګولي) د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته وړاندې کړي.

د هغه نوی راپور په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره عدالت ته د لاسرسي او خوندیتوب په اړه دی.

بېنټ په راپور کې ویلي، چې افغانستان د بشري حقونو له ژور بحران سره مخ دی چې د خپلو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند یې بدل کړی دی.

د بېنټ په وینا، ښځې او نجونې چې په سیستماتیک ډول د تګ راتګ، تعلیم، کار، روغتیایي پاملرنې او د بیان آزادۍ برخو کې له خپلو حقونو بې برخې شوې دي، د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې له عامه ژوند څخه ایستل شوي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي زیاته کړې، چې د ښځو او نجونو پراخه او سیستماتیک محرومیت د تبعیض، ظلم او تسلط یو بنسټیز سیسټم جوړوي چې کیدای شي د انسانیت پر وړاندې جرمونه وبلل شي.

هغه ویلي، چې د طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې پالیسیو عدالت او خوندیتوب ته لاسرسی په جدي توګه زیانمن کړی دی.

بېنیټ ویلي، چې طالبانو د واک له ترلاسه کولو راهیسې قانوني او اداري چوکاټونه یې ړنګ کړي او د ساتنې مهم میکانیزمونه یې له منځه وړي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو بدلونونه په حقوقي او قضایي برخو کې یوه بې‌طرفه بیارغونه نه ده، بلکې دا بدلونونه په فعاله توګه د حقوقي، قضایي او ټولنیز نظام د کارولو له لارې د ښځو، نجونو او جنسي اقلیتونو د ځپلو لپاره کارول کېږي.

د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې حقوقي او قضایي سیسټم د دې ډلې د ظالمانه او ښځینه ضد نظریې پلي کولو، پیاوړتیا او ساتلو لپاره جوړ شوی دی.

د هغه په ټکو، طالبان ادعا کوي چې شرعي قانون پلي کوي، مګر مذهبي کارپوهانو په دوامداره توګه د طالبانو د شریعت د تفسیر په اړه اندیښنې څرګندې کړي او ټینګار یې کړی چې دا اصولاً یا په عمل کې اسلامي تعلیماتو برابر نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي زیاته کړې، چې طالبان د ښځو او نجونو له حقونو او حیثیته د «ساتنې» ادعا کوي، خو د دوی دا اصطلاح د ملاتړ پر ځای د نارینه‌وو د تسلط میکانیزم پیاوړی کوي او ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه شړي.

هغه ویلي: «په دې ډول، عدالت او خوندیتوب د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تسلط وسیلې ګرځېدلي دي – داسې وسیلې چې د قدرت د ټینګښت، د مخالفانو د چوپ کولو، او د افغانانو د ژوند د کنټرول لپاره د وېرې او زور له لارې طرحه شوې دي.»