اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې «ناپېژانده وسله والو» یو ۲۷ کلن ځوان په ډزو وژلی دی.
د سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۲۷ د غبرګولي) د بهسودو ولسوالۍ د سراچه علي خان سیمې اړوند «پنځلسمې ویالې» سیمه کې ناپېژانده وسله والو د ملتان په نوم یو ځوان په خپله هټۍ کې په ډزو وژلی دی.
د سرچینې په خبره، دغه ځوان په ټپي حالت کې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوی، خو د ژورو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د معلوماتو له مخې وژل شوی ځوان په اصل د پچیراګام ولسوالۍ اړوند «لاندې پچیر» اصلي اوسېدونکی و، چې د تېر حکومت پر مهال د جګړو له امله له خپلې کورنۍ سره بهسودو ولسوالۍ ته کډه شوی و.
بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
حماد د پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چې د پېښې له خبرېدو سره سم طالب سرتیري سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پيل کړي دي.
دغه پېښه داسې مهال کېږي چې د ننګرهار په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژنې، انسان تښتونې او غلاوې ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.