اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښځینه څانګې «د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغانستان د جنسیتي شاخص» د راپور په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان ښځې تقریبا د ژوند له ټولو اړخونو په سیسټماټیکه توګه ګوښه کړل شوې دي.
دې دفتر نن (چهارشنبه، ۲۸ د غبرګولي) د دې راپور په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته «د افغانستان د ښځو او نجونو پر حقونو، ازادیو او انساني کرامت قصدي او بې مخینې بریدونه شوي دي».
د ملګرو ملتونو ښځینه څانګې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغانستان د جنسیتي شاخص د راپور پایلې «ټکان ورکوونکې» بللي او ویلي یې دي چې د افغانستان د ښځو له مقاومت او نه چوپتیا سره-سره، د انساني ودې له معیارونو سره د هغوی واټن په پراخه توګه زیات شوی دی.
ملګرو ملتونو دا راپور د اروپایي ټولنې په مالي مرسته چمتو کړی او په دې کې یې د افغان ښځو د وضعیت پنځه برخې «ژوند او مناسبه سلامتیا»، زده کړې، د مهارتونو زده کړه او علم»، «بوختیا او مالي ګډون»، «په تصمیم نیولو کې ګډون» او «له تاوتریخوالي خلاصون» ارزول شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي، چې افغانستان اوس مهال د نړۍ په کچه د جنسیتي واټن په دویمه درجه کې دی او په روغتیایي، د زده کړو، مالي ګډون او تصمیم نیونې په برخو کې د ښځو او نارینهوو تر منځ نابرابري ۷۶ سلنه ده.
له دې راپور سره سم، د افغانستان له هرو لسو ځوانو ښځو څخه تقریبا اته یې له زده کړو، کار او د مهارت له زده کړې بې برخې دي؛ دا شمېر له دې فرصتونو څخه د محرومو نارینهوو په پرتله څلور برابره لوړ دی.
په دې راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو مالي واټن هم څرګند دی، د ښځو په پرتله درې برابره زیات نارینه ممکن بانکي حساب ولري او د موبایل له پولي خدماتو استفاده وکړي.
له دې راپور سره سم، د طالبانو په کابینه او یا هم محلي ادارو کې هیڅ ښځه نشته او دا داسې پرشاتګ او خنډ دی چې د هغو سیاستونو او قوانینو په رامنځته کولو کې د ښځو وړتیا اغېزمنوي چې د دوی پر ژوند اغېز لري.
د ملګرو ملتونو ښځینه برخې په دې راپور کې ویلي، سره له دې چې د افغانستان ښځې له عمومي ژوند او سیاست څخه حذف شوې دي، مګر لا هم د ټولګډونه حکومت په لټه دي او په ملي او محلي کچه له طالب چارواکو سره د خپلو اندېښنو د شریکولو لارې ګوري.
د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې اجرایوي مدیرې سیما باهوس ویلي: «د افغانستان تر ټولو لویه سرچینه ښځې او نجونې دي. د هغوی له استعداده کار نه دی اخیستل شوی، مګر هغوی لا هم مقاومت کوي.»
دې ویلي: «د افغانستان ښځې د یوه-بل ملاتړ کوي، کاروبار اداره کوي، بشرپالې مرستې رسوي او د بې عدالتۍ پر وړاندې غږېږي. د پراخو محدودیتونو په شتون کې د هغوی زړورتیا او رهبري د هغوی ټولنې بدلوي. موږ باید د یوه داسې هیواد د جوړولو لپاره د دوی د هڅو ملاتړ وکړو چې د دوی حقونه او د ټولو افغانانو ارمانونه منعکسوي.»
د ملګرو ملتونو ښځینه برخې د افغانستان د جنسیتي شاخص په راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان وده له سقوط سره مخ ده، مګر دا چې د دې هیواد ټول وګړي وړتیا او د پرمختګ فرصت تر لاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشرپالو چارو رییسې سوفیا کالتورپ ویلي، چې دوی لا هم له طالبانو سره په تعامل کې دي، تر څو د افغان ښځو د خوندیتوب او د هغوی او د دوی تر مدیریت لاندې بنسټونو د پیاوړي کولو لپاره ورسره مذاکره وکړي.
دې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو له کړکېچ سره باید د یوه اوږدمهالي لرلید له مخې چلند وکړي او په عین مهال کې دې د سیسټماټیکې نابرابرۍ له عواملو سره مقابله وکړي.
د ملګرو ملتونو د ښځینه څانګې د بشري چارو مسوولې له نړیوالې ټولنې په مشخصه توګه غوښتي چې لاندې درې اقدامات باید سمدستي ترسره کړي:
اول: «د اوږدمهالي مالي ملاتړ له لارې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د سازمانونو او مدني ټولنې د پیاوړي کولو» ژمنتیا.
دویم: «دا ډاډ دې تر لاسه شي چې د افغانستان د بودیجې ۳۰ سلنه د داسې نوښتونو ملاتړ کوي چې په مستقیمه توګه د جنسیتي برابرۍ او ښځو د حقونو لپاره کار کوي.»
درېیم: «په هغو بحثونو کې د افغانستان د ښځو او نجونو معنادار ګډون چې د دوی پر ژوند او هیواد مستقیم اغېز لري.»
د ملګرو ملتونو دې چارواکې خبرداری ورکړی، چې که نړۍ د افغانستان د ښځو حذف تحمل کړي، د دې پیغام به دا وي چې د ښځو حقونه په هر ځای کې ماتېدونکي او له پامه غورځول کېدونکي دي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی یې له کار او زده کړو څخه منع کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د افغانستان له ښځو سره د طالبانو چلند د «بشریت پر خلاف جنایت» بللی او ویلي یې دي چې دا چلند «جنسیتي اپارتاید» هم ګڼل کېدلای شي.