اطلاعات روز: ایرانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې اسراییلو نن سهار (پنجشنبه، ۲۹ د غبرګولي) د دې هېواد پر «اراک» او «خنداب» اټومي تاسیساتو برید کړی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس صدا و سیما ویلي، چې دوه توغندي د خنداب پر اټومي تاسیساتو لګېدلي او پاتې نور یې د هوايي دفاع په مرسته شنډ شوي دي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، یاد تاسیسات لا دمخه خالي شوي وو او د اټومي وړانګو خطر نشته دی.
په ورته وخت کې، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هیواد په سویل کې د «ساروکا» روغتون نن سهار د ایران د توغندیو په بریدونو کې په نښه شوی دی.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت ایکس کې لیکلي، چې دغه روغتون په مستقیم ډول په نښه شوی دی.
خو، د ایران فارس خبري اژانس لیکلي، چې یاد روغتون د اسراییلي پوځ د قوماندې او استخباراتو په اډه د بریدونو له امله زیانمن شوی دی.
د ایران سپاه پاسداران سره تړلې دې رسنۍ راپور ورکړی، چې د برید اصلي هدف دIDFC» ۴۱» اډه او د «ګاو-یام» ټکنالوژیک پارک کې د اسراییلي پوځ استخباراتي کمپ و، چې روغتون ورته نږدې موقعیت لري.
اسراییلو نن سهار وختي د ایران د «اراک» او «خنداب» ښارونو د ځینو سیمو اوسیدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې دوی به په دې سیمو کې پوځي زیربناوې په نښه کړي.
ایران هم نن سهار د اسراییلو پر وړاندې د توغندیزو بریدونو د نوي څپې اعلان کړی و، چې له هغې وروسته د اسراییلو په مختلفو سیمو کې د خطر زنګونه وهل کیدل.